ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

جرګه: وسلې او مورچې د کورمې امن مخې ته خنډ دي

0
د کورمې د شخړو د هواري لپاره د صوبايي حکومت ملاتړ لرونکې جرګه وايي چې له ۱۰ ورځو راهیسې یې په کواټ کې د شیعه ګانو او سنیانو له ۲۰، ۲۰ مشرانو سره خبرو ته دوام ورکړی دی. د جرګې یو غړی حاجي سلیم خان وايي چې د دواړو لوریو ترمینځ اساسي اختلاف د درنو وسلو پر غونډولو او په سیمه کې د مورچو موجودیت دی چې جرګه یې ورانول غواړي. انتظامیه وايي، د جرګې په مرسته به اختلافات ختم شي او د ضلعې لارې به بیا پرانیستل شي. په کورمه کې تېره میاشت په فرقه ییز تاوتریخوالي او نښتو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته. تفصیل په رپورټ کې.