د کابل اوسېدونکي د کورونو له لوړو بیو او کرایو شکایتونه کوي
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې یو راپور وايي، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د کورونو بیې یو څه کمې شوې وې خو په وروستیو کې د بیو ترڅنګ کرایي هم لوړې شوي چې خلک یې له جدي ننګونو سره مخامخ کړي دي. په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې یو شمېر مسولین او د کابل ځیني اوسېدونکي هم له دې ستونزې شکایت کوي.