ru24.pro
World News
Декабрь
2024

رینا امیري، د ښځو خلاف د طالبانو اعمال عمومي اقدام ته اړتیا لري

0
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د ښځو په وړاندې د طالبانو اقدامات، ځورونه او جنسیتي اذیت ګڼل کېږي، چې په څرګنده غندلو او په وړاندې یې عمومي اقدام ته اړتیا ده.


 


میرمن امیري پرون ناوخته پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن له ږغ سره خپل ږغ ملګری کوي، چې د طالبانو د فرمانونو د غندنې په باب دی.


 


وړاندې راغلي، چې دغه فرمانونه د افغانستان راتلونکی په خطر کې اچوي، د ښځو او نجونو خوبونه په اوبو لاهو کوي او ژوند یې په خطر کې اچوي.


 


بلېنکن د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي وو، چې د امریکا متحد ایالتونه د طالبانو تعبیضي اوامر چې د ده په وینا د افغان ښځو او نجونو حقونه او ژوند له خطر سره مخامخوي، غندي. هغه لیکلي وو، چې امریکا په قاطع ډول د افغان ښځو او ملاتړ ته دوام ورکوي.


 


طالبانو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه رعایتوي.


 


دغې ډلې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په دوام د افغانستان په طبي انستیتیوتونو کې هم د دوی زده کړې منع کړې.


 


په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دغه پرېکړه، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره وروستی بهیر هم تړي.


 


دغه بنسټ زیاته کړې، چې طالبان باید سم د لاسه د جنسیتي ځورونې سیسټم پای ته ورسوي.