ru24.pro
World News
Декабрь
2024

امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

0
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (پنجشنبې، د لیندۍ ۲۲ مه) د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.


دا په روان کال کې د افغانستان په اړه د دې  شورا څلورمه غونډه ده چې  په دې هېواد کې د سیاسي، بشري او امنیتي ننګونو په اړه په کې د نړیوالې ټولنې استازي بحث کوي.


 امنیت شورا ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پماموریت (یوناما) مشره روزا اوتنبایوا به د دغه هېواد په اړه خپل درې میاشتنی راپور غونډې ته وړاندې کړي.


د خبرپاڼې له مخې، پر دې سربېره به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) استازی هم دې شورا ته وینا وکړي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوه خصوصي تلویزون طلوع نیوز ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په اړه ویلي، د دوی د سرپرست حکومت د استازي له ګډون پرته به د دې غونډې پریکړې «عقده يي او له واقعیت لرې» وي.


دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو پر وړاندې له سختو محدودیتونو، اقتصادي بې ثباتۍ او  بشري ناورین سره مخامخ دی.