ru24.pro
World News
Декабрь
2024

زمبابوې له افغان لوبډلې د کرکټ د شل اورونو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وګټله

0
زمبابوې په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ شل اوریزه سیالي ترسره شوه چې د ۴ وېکټو په توپیر کوربه زمبابوې وګټله.


دغه سیالي چې د چهارشنبې په ورځ د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۰۰ بجې پیل شوې وه، افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.


افغان لوبډلې په شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۴۴ منډې وکړې.


په دې سیالۍ کې مخکښ منډه جوړونکی کریم جنت و چې په ۵۴ منډو ناسوځېدلی پاتې شو. دغه راز محمدنبي چې دا یې ۳۰۰مه نړیواله سیالي هم وه په ۴۴ منډو وسوځېد او حضرت الله ځاځي ۲۰ منډې وکړې.


د زمبابوې په توپ اچونکو کې ریچارډ اینګراوو ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.


زمبابوې ورکړل شوی هدف د شلم اور په وروستي توپ د شپږو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.


د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې براین بینټ ۴۹ منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله. په ننۍ سیالۍ کې نوین الحق درې او راشدخان دوه لوبغاړي وسوځول. ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې به دویمه سیالي د ډسمبر په ۱۳مه نېټه ترسره کړي.