ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د کان کیندونکو ټولنه: لسګونه مزدوران د معذورۍ ژوند تېروي

0
د پاکستان د کان کیندونکو ټولنه وايي چې په ۲۰۲۴ز کال کې د هېواد په مختلفو برخو کې په کانونو کې د پېښو پر مهال له وژل شویو څخه یې ۴۹ د خیبر پښتونخوا د شانګلې سیمې اوسېدونکي ول. د هغې ټولنې په وینا، د ډېسېمبر تر ۱۰مې پورې په ټول هېواد کې ۲۷۸ کان کیندونکي وژل شوي دي. د خیبر پښتونخوا څانګې مشر وايي چې په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې د شانګلې ۳۷ اوسېدونکي تر ژوبلېدو وروسته د معذورۍ ژوند تېروي. په پاکستان کې د سکرو زیاتره کانونه په بلوچستان، د خیبر پښتونخوا په ادمخېلو دره او اورکزیو او په سیند کې دي او ډېری مزدوران یې هم د شانګلې او د ملاکنډ د ځینو نورو برخو وي. چارواکي وايي چې د کانونو او د مزدورانو د خوندیتوب په اړه قوانین سم نه عملي کېږي چې له کبله یې د کارکوونکو د مرګژوبلې پېښې کېږي. نور په رپورټ کې.