ru24.pro
World News
Декабрь
2024

په پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ ۴۰ نجونو ته د ځان ساتنې روزنه ورکړې ده

0
په پېښور کې د امریکا قونسلګري وايي، د خیبر پښتونخوا د پولیسو په همکارۍ یې ۴۰ نجونو ته د ځان ساتنې دوه ورځنۍ روزنه ورکړې ده.

یادې قونسلګرۍ د ډېسېمبر پر ۱۰مه په بیان کې ویلي دي چې په دې نجونو کې د بېنظیر بوټو پوهنتون او مېنېجمنټ ساینسز انسټیټیوټ په نامه د لوړو زدکړو ادارې زده کوونکې شاملې وې.


بیان زیاتوي چې د دې روزنې هدف پر جنسي بنیاد د تشدد خلاف د پوهاوي رامينځ ته کول او د ښځو ځواکمنول دي.


د قونسلګرۍ د ولسي چارو د څانګې مشر روب ټېټ په دې روزنه کې برخه اخیستونکو ته په وینا کې ویلي دي چې د دې روزنې ورکړه د ښځو له ځواکمنولو سره د امریکا ژمنتیا څرګندوي، تر څو هغوی په خوندي توګه په ټولنه کې مثبت رول ولوبوي.


د قونسلګرۍ بیان زیاتوي چې دا دوه ورځنۍ روزنه د جنس پر بنیاد د تشدد خلاف د امریکايي کونسلګرۍ لخوا د ۱۶ ورځني کېمپين برخه ده.