ru24.pro
World News
Декабрь
2024

د هيئت تحريرالشام ډلې سوريه کې د يو موقت حکومت لپاره د چمتووالي خبر ورکړی

0
هغه وسله‌‌وال چې د بشارالاسد رژیم یې د یک‌شنبې په ورځ وپرځاوه وایي چې، د یو موقت حکومت په جوړولو بوخت دي او د راپورونو له‌‌مخې محمد بشیر به، چې د هیئت تحریرالشام غړی دی، د دې موقت حکومت صدراعظم وي.


محمد بشیر د ادلب ولایت اداره په غاړه لرله، چې د هیئت تحریرالشام تر کنټرول لاندې وه.


د بشارالاسد له‌‌خوا ټاکل شوي صدراعظم محمد غازي جلالي ویلي چې، د واک د انتقال په پروسه کې به مرسته وکړي.


د راپورونو له‌مخې، اوس د بشارالاسد مخالفان د دمشق ښار او دولتي ودانیو بشپړ کنټرول په لاس کې لري.