ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د دوحې فورم ۲۲مه ناسته؛ پر افغان نجونو او ښځو د بنديزونو په تړاو خبرې‌اترې شوي

0
د دوحې فورم د ۲۲مې ناستې په څنډه کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر افغانو ښځو او نجونو د لګولو شویو بندیزونو په اړه خبرې اترې شوي دي.


د افغانو ښځو او نجونو لپاره د امریکا د متحدایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوحې فورم د ۲۲مې ناستې په څنډه کې ویلي، طالبان ځکه د ویجاړونکو پالیسو پر لور روان دي، چې د خپل‌منځي ګډ کار وړتیا نه‌لري او په تېرو درېیو کلونو کې نه‌دي توانېدلي، چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي.


اغلې امیري چې پرون شنبې د (ډسمبر ۷مه) په‌‌دې فورم کې خبرې کولې وویل، دا لومړی ځل دی چې د دوحې فورم په ۲۲مه ناسته کې له ۲۶ ډېر هېوادونه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښمن دي.


د هغې په خبره، که‌څه هم په‌دې برخه کې پر طالبانو نړیوال فشارونه شته، خو طالبان پر خپل ویجارونکې مسیر روان دي.




په‌‌دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستنیدویه ماموریت (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د طالبانو له‌‌خوا په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز غندلی دی.


د دوحې فورم ۲۲مه ناسته پرون شنبې د څه باندې سلو هېوادونو د استازو، ډپیلوماټانو او لوړپورو چارواکو په ګډون د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوه.


د دې فورم د بحث اجنډا که‌‌څه هم په منځني ختيځ کې پر جګړې ورټوله ده، خو په ځايي وخت پرون له غرمې وروسته د رینا امیري په ګډون، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌‌زاد، د یوناما مشري روزا اوتونبایوا، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ او د تېر حکومت یوشمېر چارواکو ګډه ناسته درلوده، چې د بحث موضوع يې په افغانستان کې د طالبانو له‌‌خوا د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم بندیزونه او د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر پر نوي قانون خبرې‌اترې وې.


طالبانو د روان کال په اکسټ میاشت کې د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر په نوم یو قانون جوړ کړ، چې په‌‌کې د ښځو غږ او مخ عورت ګڼل شوي دي.




دې ناستې ته د یوناما سیاسي مرستیالې جورجټ ګانیون د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر د قانون په اړه ویلي: "ملګرې ملتونه د څارنې په حال کې دي او په ټول هېواد کې دا قانون په دقیقه توګه مستندوي."


د هغې په خبره، که‌څه هم دا قانون په ټول افغانستان کې نه‌دی تطبیق شوی، خو په یوشمېر سیمو کې په کلکه پلی کېږي.




بل پلو، طالبانو تېره اوونۍ په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د بندیزونو په لړ کې وروستی فرمان په خصوصي طبي انستیټوټونو کې له زده‌‌کړو د نجونو راګرځول وو.


دې بندیز د کورنیو غبرګونو ترڅنګ ډېر نړیوال غبرګونونه هم راوپارول.


نوریه چې د طالبانو له‌‌‌‌خوا د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌‌‌کړو له بندیز وړاندې د ننګرهار پوهنتون په طب پوهنځي کې یې زده‌کړې کولې وايي، طبي انستیټوت کې زده‌‌‌کړې یې هیلو ته د رسېدو یوازینۍ لار وه، چې طالبانو پرې وتړله.


هغه وايي: "هیله مې له طالبانو دا ده چې موږ ته زموږ د ژوند ابتدايي حقوق راکړئ، موږ ته اجازه راکړئ چې درس ووایو، موږ ډېر څه نه‌‌غواړو، زموږ خپلې ټولې هیلې له لاسه ورکړي او دغه هیله چې په طبي انسټیټوټونو کې درس ویل دي، له موږ یې مه اخلئ."




د دوحې ۲۲م فورم ته ورغلې، د تېر جمهوریت د ولس جرګې غړې او په کاناډا کې پخوانۍ سفیرې شینکۍ کړوخېل ازادي راډیو ته وویل: "تاکید مو دا و چې پر طالبانو فشار راوړل شي چې په افغانستان کې د افغانو نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیږي."


د هغې په خبره، که‌څه هم ډېری هغه نجونې چې له زده‌‌کړو راګرځول شوي، انلاین زده‌‌کړې کوي، خو په خبره یې له کابل او لویو ښارونو ور اخو انټرنيټ او موبایل ته نه لاس‌رسی نجونو ته انلاین زده‌‌کړې محدودوي.


پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌‌کړو بندیز لګول شوی، نجونې له پوهنتوني زده‌‌کړو راګرځول شوي او تازه طبي انسټیټوتونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګول شو.