ru24.pro
World News
Декабрь
2024

سوريه کې د ياغيانو د مخکې تګ چټکې هڅې؛ د بشاالاسد د حکومت پرځېدو احتمال شته

0
د سوریې یاغیان چې مشري یې یوه افراطي ملېشه ډله کوي، مرکزي ښار حمص ته ننوتلي او د پلازمېنې دمشق پر لوري د مخکې تګ په حال کې دي.


د سوریې د رژیم ملاتړي روسیه او ایران هڅه کوي، چې د سوریې د مستبد ولسمشر بشارالاسد رژیم او په سوریه کې خپلې شتمنۍ خوندي وساتي.


حمص د پلازمېنې دمشق او د سوریې د ساحلي ولایتونو ترمنځ پروت دی او د سوریې مشرتابه ته، له همدغو ساحلي ولایتونو ملاتړ برابرېده.


د هیئت تحریر شام په نوم د یاغیانو د ډلې مشر ابو محمد الجولاني پرون ناوخته ویلي، چې جګړه‌مار یې د حمص ښار د ازادۍ په وروستیو شېبو کې دي.


د دغه ښار د اوسېدونکو شمېر ۷۷۵۰۰۰ ته رسېږي.


د امریکا متحدایالتونه، بریتانیا، کاناډا او اروپايي ټولنه هیئت تحریر شام ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.


د یاغیانو قوماندان حسن عبدالغني نن سهار ویلي، چې د دوی وسله‌‌‌‌والو د سوریې مرکزي ښار حمص په بشپړ ډول ازاد کړی دی.


عبدالغني زیاته کړې، چې د دوی وسله‌وال حمص ته له داخلېدو وروسته څه باندې ۳۵۰۰ بندیان له مرکزي زندانه خوشې کړې دي.




د رویټرز خبري اژانس په لیکنه، دغه یاغیان توانېدلي چې تېره اوونۍ پر حلب ښار ولکه ټینګه کړي چې ورپسې یې پر درعا، حماة او سُّوَيْدَاء هم ولکه ټینګه کړه.


اسوشېټېډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سوریې یاغیانو خپل ناڅاپي پوځي عملیات چټک کړي او د ولسمشر بشارالاسد د ځای ځایګي په باب معلومات نه‌شته.


د سوریې حکومت د فشارونو په نتیجه کې اړ شو هغه اوازې چې ګواکې اسد له سوریې تښتېدلی، رد کړې.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته ویلي، چې واشنګټن په سوریه کې روان وضعیت په غور سره څاري.


ځايي اوسېدونکو ویلي، سره له‌‌‌دې چې پلازمېنه دمشق هم د سقوط په حال کې ښکاري، خو لا هم د سوریې امینتي ځواکونه پر سړکونو او کوڅو ښکاري او دکانونه له خوراکي موادو تش شوي دي.


په سوریه کې روانو چټکو تحولاتو ټولې سیمې ته ټکان ورکړی او لبنان له سوریې سره د خپلو سرحدي دروازو د تړلو خبر ورکړی، خو یوازې هغه دروازه یې پرانیستې پرېښې چې د لبنان پلازمېنه بیروت د سوریې له پلازمېنې دمشق سره تړي.




د سوریې بل ګاونډي هېواد اردن هم له سوریې سره خپلې ټولې سرحدي دروازې وتړلې.


په همدې حال کې تېره شپه د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی د اتو کلیدي هېوادونو له مشرانو سره په دوحه کې د یوې سرمشریزې په څنډه کې د دوو ساعتونو لپاره جرګه شو.


د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی هڅه کوي، چې په جنیوا کې عاجلې مذاکرې راوبولي، څو په سوریه کې منظم سیاسي انتقال ته زمینه برابره شي.


د سوریې یاغیانو پرون ژمنه وکړه، چې په سوریه کې به د خپلو پوځي عملیاتو پر مهال کیمیاوي وسلې ونه کاروي، په‌‌دې اړه اندېښنې وې، چې ښايي هغه وسلې چې په نړیواله سطحه ورباندې بندیزونه لګول شوي، د دغو یاغیانو لاس ته ورشي.


ځینو بهرنیو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته د نومونو نه ښوولو په شرط ویلي، چې د بشارالاسد حکومت ښايي د پرځېدو په حال کې وي.


یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې دغه حکومت ښايي په لسو ورځو کې نسکور شي، خو یوه بل چارواکي بیا ویلي چې اسد ښايي روانه اوونۍ له واکه وپرځول شي.