د دوحې فورم د سږکال غوره کارکوونکو جايزه افغان خبريالې صدف پوپلزۍ ته ورکړل شوه
د دوحې فورم د رسنیو د غوره کارکوونکو جایزه سږکال د ارمان او ارکوزیا راډيوګانو مسوولې صدف پوپلزۍ ته ورکړل شوه.
دا جایزه پرون شنبې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوحې فورم په ۲۲مه ناسته کې د موبي ګروپ په استازیتوب پوپلزۍ ترلاسه کړې ده.
اغلې پوپلزۍ دا جایزه په افغانستان کې د هغوو ښځو په نوم کړې چې، په بېلابېلو برخو کې د بندیزونو له شتون سره کارونو ته دوام ورکوي.
د دوحې فورم د غوره رسنیو کارکوونکو جایزه هر کال شپږو هغوو خبریالانونو ته ورکول کېږي، چې په سختو شرایطو کې د خبریالۍ کار ته دوام ورکوي او فعالیتونه یې د خلکو پر ژوند او د بشري حقونو د تامین په برخه کې مثبتې اغېزې ولري.