طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز؛ فعالان: دا به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لا زیاته کړي
د زدهکړو د حقونو ځینې بنسټونه او فعالان وايي، په افغانستان کې په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز به په دې هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لا زیاته کړي.
په داسې حال کې چې په روغتیايي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د بندیز پر وړاندې غبرګونونه د ډېرېدو په حال کې دي، د افغانستان د یو شمېر ولسوالیو کې ځینې ښځینه اوسېدونکې وايي، وار له مخه یې روغتیایي خدمتونو، ښځینه متخصصو ډاکترانو او قابلهګانو ته لاسرسی خورا محدود دی.
د خوست ولایت اوسېدونکې هریوا ازادي راډیو ته وویل: "اوس هم دلته د ډېرو ولسوالیو خلک د ښځینه ډاکترانو او قابلهګانو له نه شتون سره مخ دي، موږ د لومړنیو روغتیایي مرستو لپاره تل ښار ته نه شوتللی، خو دا چې اوس دا د نجونو پر مخ دغه زدهکړې هم بندې شوې دوی (ښځې) ډېرې خواشینې دي او مېرمنې به ډېرو نورو ستونزو سره هم په دې برخه کې مخ شي."
د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکې اریا بیا وایي: "موږ ښځې خو دلته نارینه ډاکتر ته تللی نه شو او نارینه ډاکتر ته ځکه نه شو تللی چې خپلې ستونزې ورسره نه شو شریکولای، ځکه ښځې خو هر ډول تکلیفونه لري، بل دلته قابله ګانې شته خو ډېرې لرې لرې ځایونو کې دي، خو باید نورو ډاکترانو هم د تعلیم اجازه وشي، ځکه دوی خو به ټول عمر ژوندۍ نه وي، باید د دوی پر ځای نورې قابلهګانې او ډاکترانې هم راشي."
د طالبانو حکومت تېره اونۍ په روغتیايي انسټېټیوټونو کې د نجونو په زدهکړو بندیز ولګاوه.
د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې او په دې اړه لا هم غبرګونونه دوام لري.
تازه پرون د جمعې په ورځ په افغانستان کې د زدهکړو د حقونو د کمپاین په نوم یو بنسټ او د ملالې یوسفزۍ (ملالې فنډ) په بېلابېلو بیانونو کې دا بندیز غندلی او ویلي یې دي چې له دې بندیز سره به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لا لوړه او ناورین به رامنځته کړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، افغانستان د امیدوارو میندو د مړینې له پلوه په اسیا کې تر ټولو لوړه کچه لري چې په هرو ۱۰۰ زرو میندو کې د زېږون پر مهال ۶۳۸ میندې مړې کېږي.
په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د کمپاین بیان کې راغلي چې دا بندیز نه یوازې د ښځو روغتیا ته پاملرنې مسلکي زدهکړو د تعقیبولو مخه نیسي، بلکې په ځانګړې توګه په کلیو او لرې پرتو سیمو کې چېرې چې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی لا له وړاندې محدود دی، هلته نور هم روغتیايي متخصصین کموي.
د ملالې فنډ بیا لیکلي چې په دریی لرې پرتو سیمو کې د کلتوري ستونزو له امله کورنۍ خپلې ښځینه ناروغانې یوازې ښځینه ډاکترانو او قابله ګانو ته ورولي.
دغه بنسټ په داسې یو هېواد کې چې چې لا له وړاندې د میندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او هلته چې له لسیزو راهیسې د ښځو د مرګ او ژوند تر منځ د ژغورنې یوازېنۍ کرښه د ښځینه ډاکترانو او قابلهګانو شتون دی، د طالبانو دا بندیز به ناورین رامنځته کوونکې وي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون جمعه د ډسمبر شپږمه بې پولې ډاکترانو ټولنې یا ایمایسایف MSF هم په یو راپور کې ویلي، د طبي زدهکړو په مرکزونو کې د افغان نجونو پر زدهکړو بندیز به په افغانستان کې پر روغتیايي خدماتو ډېر ناوړه اغېز وکړي.