ru24.pro
World News
Декабрь
2024

د افغان نجونو د طبي زده‌کړو د بندیز پر وړاندې د فعالانو اعتراضونه لا هم دوام لري

0
په افغانستان کې د روغتیايي زده‌‌کړو په موسسو کې د افغان نجونو پر زده‌کړو د بندیز پر وړاندې په بېلابېلو سمبولیکو بڼو د افغان مېرمنو اعتراضونه دوام لري.


یو شمېر ښځینه مدني فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې د بېلابېلو ویډیوګانو او انځورونو په خپرولو سره د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د روغتیايي زده‌کړو د بندیز په اړه اعتراضونو ته دوام ورکړی دی.


دغه فعالانې وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو مخ پر زیاتېدونکي ځپونکي اقدامات ځورونکي دي.


په افغانستان کې یوه مېرمن چې په دغو مدني اعتراضو نو کې فعاله ونډه لري، د نوم او د اصلي غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو چې کوم تازه اقدام او پرېکړه کړې چې د نجونو پرمخ یې په روغتیايي مرکزونو کې پر زده‌کړو بندیز ولګاوه پر وړاندې به یې موږ خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړو، دا چې د محدیتونو له کبله نه شو کولای سړکونو ته راووځو نو مجبوره یو چې په ټولنیزو رسنیو کې اعتراضونه وکړو او د حق غوښتنې ته دوام ورکړو څو له همدې لارې خپل حق ترلاسه کړو."


په ټولنیزو رسنیو کې په ځینو خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر دېوالونو د طالبانو پر ضد شعارونه لیکي او ځینې نور یې د طالب مشرانو انځورونه څیرې کوي.


په ویډیو ګانو کې همدا راز مخ پټې مېرمنې د طالبانو پرضد شعارونه ورکوي او وايي، تر هغې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې حقونه یې نه وي ترلاسه کړي.




د طالبانو له دغه اعلان وروسته مدني فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې په بېلابېلو بڼو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی دی.


یو شمېر فعالانو له مصنوعي ځیرکتیا څخه په استفادې ځینې انځورونه جوړ او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي او طالبان یې مخاطب کړي چې که ښځینه ډاکترانې نه‌وي، نو د مېرمنو درملنه به څنګه کېږي؟


ځینو فعالانو ان د جدي خطرونو په منلو سره په مخ پټې توګه چې ښايي په افغانستان کې دننه وي خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی او د خپلو حقونو غوښتنه یې کړې ده.




د دیني علومومتخصص ډاکتر صلاح‌الدین سعیدي وايي، د افغان ښځو او نجونو په اړه د طالبانو پریکړې په هیڅ وجه له اسلامي اصولو سره اړخ نه لګوي او باید ټول او په ځانګړې توګه دیني عالمان پر وړاندې واضح غږ پورته کړي.


هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د یوه مسلمان او عالم په توګه او دا چې د حضرت محمدص د مقام د مسند او ځای‌ناستی په ځای کې ناست دی باید ملت ته لارښوونه وکړي او که داسې نه کوي نو د موخذې وړ دی."


طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د زده‌کړو او کار په ګډون پر افغان ښځو او نجونو پراخه محدودیتونه لګولي دي، د دغه محدودیتونو وروستی هغه یې د نیمه روغتیايي زده‌کړو په برخه کې د نجونو په تحصیل بندیز دی.


که څه هم د طالبانو دغه اقدام په کور دننه او بهر ګڼ او توند غبرګونونه راوپارولي او د اسلامي همکاریو سازمان او د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو په دې اړه د اندېښنې ترڅنګ ویلي چې د طالبانو دغه اقدام د زده‌کړو په برخه کې د نجونو په وروستیو هیلو هم خاورې واړولې، خو طالبانو تراوسه په دې اړه په رسمي ډول هیڅ نه دي ویلي.