ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

یو شمېر افغان کډوال: د ایراني ښوونځیو مسوولان زمونږ ماشومانو ته داخله نه ورکوي

0

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې د ایراني ښوونځیو مسوولان د دوی ماشومانو ته داخله نه ورکوي.

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې د دې هېواد په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو د شاملولو ټولې هڅې یې بې پایلې دي.

د ایران په تهران کې یوه افغان کډوال احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوه زامن یې په دې هېواد کې د زده‌کړو له حقه بې برخې شوي دي.

هغه وویل: "زه دوه زامن لرم، ښوونځي ته لاړو، سره له دې چې د سرشمېرنې کارت هم لرو، دوی ونه منله، شخصي ښوونځيو ته هم ولاړم، هغوی هم ونه منله او ویې ویل چې هغوی ته ویل شوي چې افغانان دې نه شاملوي، ډېر اندېښمن یو او باید ماشومان مو زده‌کړې وکړي، په افغانستان کې خو نه‌شته دلته هم چې درس ونه وايي څه وکړو."

په ورته وخت کې په تهران او مشهد کې دوو افغان کډوالو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، په دې اړه ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

یو تن وویل: "زما دوه زامنو آزموينه ورکړه او کامیاب هم شول، استعداد هم لري، خو وروسته مو چې هر ښوونځي ته بوتلل، ویل یې ځای نه‌لرو، لنډه دا چې درې مياشتې مو هڅه وکړه، خو بريالي نه‌شولو."

یو بل تن کډوال وايي: "که زما زوی او لور په ښوونځي کې شامل نه‌شي، اصلاً د دې توان او قدرت نه‌لرو چې شخصي ښوونکی ورته ونیسو یا د بېلګې په توګه دوی درسونو ته پرېږدو."

په داسې حال کې چې د طالبانو له‌خوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو له امله ګڼ شمېر افغان کورنۍ د خپلو ماشومانو د زده‌کړو د دوام لپاره ایران ته کډوالې شوې دي، په دې وروستیو کې د ایران حکومتي چارواکو اعلان کړی چې د حضوري زده‌کړو لپاره بهرنیو زده‌کوونکو ته د نومليکنې ظرفیت بشپړ شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي افغان زده‌کوونکو ته د مجازي زده‌کړو د پلان د عملي کولو لپاره د موبایل او ټابلیټ په ګډون د مجازي زده‌کړو د وسایلو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی احمدي دغه غوښتنه په ایران کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" له مشر یومیکو اشیکاوا تاکاشیما سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

په ورته وخت کې د زده‌کړو د برخې فعالان وايي چې افغان کډوال د آنلاین زده‌کړو لپاره مالي توان نه لري او ټینګار کوي چې آنلاین کورسونه د حضوري زده‌کړو ځای نه شي نیولی.

یوې له دوی څخه فرشتې نوري ازادي راډيو ته وویل چې د نړیوالو قوانینو له مخې، د کډوالو ماشومانو ته د زده‌کړو د اسانتیاوو برابرول د حکومتونو یوه دنده ده.

مېرمن انوري وايي: "اسلامي جمهوریت هڅه کړې چې افغان کډوال د یوې وسیلې او کاري ځواک په توګه وکاروي، کله ناکله د فشار په توګه او کله هم د پوځي ځواک په توګه یې له افغان کډوالو ګټه پورته کړې، له بده مرغه د دې تګلارې پر بنسټ ډېر ماشومان له زده‌کړو پاتې دي."

د يادونې وړ ده چې په ايران کې افغان کډوال له دې وړاندې هم له نورو جدي ستونزو سره مخ وو، د بېلګې په توګه له نانوایانو څخه د ډوډۍ پر اخیستلو بندیز، د کار نشتوالی، نیول کېدل او يو شمېر نور.

د ایران حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو تګلارو د پلي کولو سربېره له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم ګړندی کړی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په دې وروستیو کې د تهران د پولیسو مشر ویلي چې یوازې له تهران څخه یې ۷۰زره افغان کډوال راټول کړي او ایستلي یې دي او هره ورځ له ۷۰۰ تر ۸۰۰ بې اسناده افغان کډوال له دغه ښاره راټول او ایستل کېږي.