ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۰۲ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی

0
له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۰۲ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.


باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن خبر ورکړی چې "پرون د تورخم له لارې ۱۶ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې۲۸، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۹ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."


په دغه خبر کې نه دي ویل شوي چې دغه ۱۰۲ کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي.


له پاکستانه د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج روان دی او ایران هم د افغانانو اخراج چټک کړی دی.