ru24.pro
World News
Декабрь
2024

د ازموينې پارچه کې مې غوښتل ځان ناکام کړم

0

زما وروستۍ ورځ له خفګانه ډکه وه، په ژړا مو خداپاماني مې وکړه، له ښوونځي چې راووځې، لکه خپل مور او پلار چې پرېږدې.

تېره اوونۍ د افغانستان په سړو سيمو کې ښوونيز کال پای ته ورسېد. له شپږم ټولګي څخه د دې او نورو زرګونه افغان نجونو فراغت، د زده‌کړو د پای ته رسېدو په معنا دی.