ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

سوریه کې د یاغیانو پرمختګ؛ دغه وسله‌وال د حمص ښار پر لور ولاړل

0

په سوریه کې د بشاراسد د رژیم د ځواکونو پر وړاندې د یاغیانو پرمختګ لاهم روان دی.

اسلامپالو اورپکو پر حمص ښار حملو ته زور ورکړی او څارونکي وايي چې که پر دې ښار بشپړه ولکه ټینګه کړي نو د سوریې له پلازمېنې دمشق سره به د دې ساحلي سیمو چې د بشار اسد پلوي علوي اقلیت په‌کې اوسېږي او د اسد متحد هېواد روسیه هلته ځمکنۍ او سمندري اډې لري، ارتباط پرې شي.

په عین حال کې له سیمې څخه سرچینو رویټرز خبري آژآنس ته ویلی چې د سوریې د کردانو په مشرۍ یوه اتحاد چې متحدایالتونه یې ملاتړ کوي، پرون دیر الزور ښار ونیوه.

دا ښار د سوریې په ختیځه بیدیا کې د سوریې د حکومت مهم مرکز بلل کېده.

په تېره یوه اونۍ کې د دې هېواد په شمال لوېدیځ او مرکز کې د حلب او حما له سقوط وروسته دیرالزور درېیم لوی ښار دی چې مخالفین ولکه پرې ټینګوي.

له بلې خوا د سوریې په پوځ کې دوو سرچینو رویترز ته ویلي چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په نوم ائتلاف له عراق سره د سوریې په ګډ سرحد کې ابو کمال سیمې ته ننوتي او په جنوبي ولایت درعا کې هم سیمه‌ییزو وسله‌والو او پخوانيو یاغیانو د ۵۲مې لوا په نوم د سوریې د پوځ لوی مرکز نیولی او یاغي ډلې د اردن د سرحدونو پر لور د پرمختګ په حال کې دي.

دا خبره د یاغي وسله‌والو دوو سرچینو رویټرز آژانس ته کړې ده.

سرچینو ویلي چې وسله‌والو له اردن سره په ګډ سرحد کې د نصیب په نوم پر سرحدي لاره هم ولکه ټینګه کړې او د دوی په وینا په دې ځای کې مسافر وړونکي بسونه او باروړونکي موټر ځای پرځای ولاړ دي.

د سوریې د حکومت وسله‌وال مخالفین د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې له څو کلنې خاموشۍ وروسته ناڅاپه په ادلیب ښار کې له خپلو مرکزونو راووتل او د جګړې په دواړو جبهو کې یې پرمختګ وکړ.

د بشاراسد رژیم دیارلس کاله مخکې وروسته له دې چې روسیې، ایران او د لبنان حزب‌الله ډلې یې مرستې ته ورودانګل، هغه سیمې بېرته ونیولې چې یاغي ډلو ترې نیولې وي، خو په دې وروستیو کې چې د منځني ختیځ شرایط ناڅاپه بدل شول دې ډلو ته یوځل بیا موقع په لاس ورغله چې خپلې حملې بیا پیل کړي.

یوه جګپوړي ایراني چارواکي چې هېواد یې اوس اوس اسراییلو ته پر ګواښونو تمرکز کوي ویلي چې تهران به سوریې ته نور توغندي، بې پیلوټه الوتکې او پوځي سلاکاران ولېږي.

د سوریې د یاغیانو مشر ابو محمد الجولاني له سي‌این‌این CNN تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د دوی هدف د سوریې بیارغونه ده څو په اروپا او لبنان کې دېره سوریاي کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د نومبر له ۲۷مې راهیسې چې د وسله والو یاغیانو پرمختګ پیل شوی، دا د الجولاني لومړۍ مرکه ده.

نوموړی مخکې د القاعده شبکې له متحدانو څخه و، خو په ۲۰۱۶م کال کې له دې شبکې څخه جلا شو او د هیات تحریر شام په نوم جلا ډله یې جوړه کړه.