ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د بریتانیا حکومت د افغان نجونو د طبي زده‌کړو پر بندیز ژوره اندېښنه وښوده

0
د بریتانیا حکومت د هغو راپورونو په اړه چې طالبانو په افغانستان کې ښځې او نجونې له طبي زده‌کړو څخه منع کړي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.


حکومت په یوه اعلامیه کې چې پرون جمعه ناوخته یې خپره کړې، ویلي چې د نرسنګ، قابله ګۍ او د غاښونو د درملنې کورسونه د طالبانو په ظالم رژیم کې د ښځو لپاره د زده‌کړې یوازېني امکانات پاتې وو چې له منځه وړل یې له اساسي بشري حقونو څخه سخته بله سرغړونه ده.


د اعلامیې له مخې، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې د نجونو د زده‌کړې په برخه کې له دا ډول محدودیتونو سره مخامخ دی او د طالبانو دا وروستۍ پرېکړه یې یوه بله غمیزه ده.


د بریتانیا حکومت په سختو ټکو له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې ښځو ته اجازه ورکړي چې طبي زده‌کړو ته لاسرسی ولري او زیاتوي، دا ډول سخت چلند به په مېرمنو او ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو برابرول سخت زیانمن کړي.


په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې دغه بندیز به جدي اوږدمهاله اغېزې ولري او د ډېرو افغانانو روغتیا او ژوند به په داسې یوه هېواد کې له ګواښ سره مخامخ کړي چې له مخکې په‌کې د میندو او ماشومانو د مړینه کچه لوړه ده.


د اعلامیې له مخې، دغه بندیز به د راتلونکو نسلونو لپاره هم جدي پایلې ولري.


د بریتانیا د حکومت په اعلامیه کې دغه راز ټینګار شوی چې "نړیواله ټولنه باید د طالبانو د پرله‌پسې بندیزونو پر وړاندې زموږ په کلک مخالفت کې متحده پاتې شي."


اعلامیه زیاتوي، بریتانیا به پر ژمنتیا د دغو بندیزونو د پای ته رسولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې دې مسئلې ته لومړیتوب ورکړي.


که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه په رسمي توګه نه‌ده تایید کړې چې نجونې او ښځې یې له طبي زده‌کړو څخه راګرځولي، خو د راپورونو له مخې، د عامې روغتیا وزارت یوه جګپوړي چارواکي یې د دوشنبې په ورځ په هېواد کې طبي انسټېټیوټونو ته دغه بندیز اعلان کړی دی.