ru24.pro
World News
Декабрь
2024

د لوبو له ميدانه؛ افغانستان راتلونکې اوونۍ له زمبابوې سره د کرکټ لوبلړۍ پيلوي

0
د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ؛ چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.


دغه‌راز دا به هم واورئ چې، د نولس‌‌‌کلنو ځوانانو په اسیا جام کې افغان لوبډلې ټولې سیالۍ وبایللې، په افغانستان کې د ساحلي فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې او روانه اوونۍ د فوټبال اتلانو لیګ پیليږي.


د دې ترڅنګ دا به هم واورئ چې، د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د پینځو ټېسټ سیالیو دویمه لوبه د اډليډ په ښار کې پیليږي، د ابودبۍ لس اوریزې سیالۍ هم بشپړې شوې، چې ګڼو افغان لوبغاړو په‌کې ښې لوبې ترسره کړې.


دا خپرونه چې بختيار ساحل يې چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ: