ru24.pro
World News
Декабрь
2024

د سولې نوبل جايزې ګټونکې نرګس محمدي د درې اوونيو لپاره له زندانه خوشې شوې ده

0
د دوه زره درویشتم کال د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي د درې اوونیو په مخه له زندانه کور ته استول شوې ده.


یوې سرچینې د ازادې راډیو فردا څانګې ته وویل، مېرمن محمدي نن د درملنې لپاره له زندانه خوشې شوې ده.


د نرګس محمدي مدافع وکیل مصطفی نیلي په ایکس‌پاڼه کې لیکلي دي، د دې موکله د ډاکټرانو له وړاندیز او د څارنوالانو له موافقې وروسته د درې اوونیو په مخه ازاده شوې ده.


په وروستیو اوونیو کې د نرګس محمدي د روغتیا په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شول، په یوه راپور کې دا هم وویل شول چې دا د هډوکي په سرطان اخته شوې ده.


د بشري حقونو بنسټونو او ډلو بیا بیا له زندانه د مېرمن محمدي د ازادېدو غوښتنه کړې ده.