ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د کډوالو لپاره د اقدام کمېټه: پاکستان دې د افغان کډوالو ځورول پای ته ورسوي

0
د کډوالو لپاره د اقدام ګډې کمېټې یا (JAC-A) د پاکستاني حکومت له لوري په‌‌دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ځورولو د لړۍ د درېدو غوښتنه کړې ده.


د اسلام‌‌‌اباد په جي۱۳ سیمه کې مېشت افغان کډوال اسلم خان ادعا کوي چې، د کورنۍ یوشمېر غړي یې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل، په هیڅ‌ډول سیاسي فعالیت کې یې لاس نه درلود، خو بیا یې هم د کورنۍ یوشمېر غړي له کور او د کار له ځایه ونیول شول.


هغه وايي: "افغان کډوال یې له کومې ګنا او خطا پرته زندان ته اچولي دي، لږترلږه دوه یا درې سوه کسان دي، دلته پر افغان کډوالو ډېرې سختې ورځې تېریږي، څوک چې پیسې ورکوي هغوی خوشې کېږي، هیڅ پوښتنه نه‌‌شته، زما دوه وروڼه، وریرونه او د تره زامن نیول شوي دي."


په اسلام‌اباد کې بل مېشت افغان کډوال رحمت‌الله هم ورته شکایت لري او وايي: "وضعیت ډېر خراب شوی دی، په سرکونونو د پلټنې پوستې زیاتې شوی دي، افغانان له موټرو او موټرسایکلونو ښکته کوي او د پولیسو مرکزونو ته یې وړي، د سبزۍ په منډوي کې بې‌‌وزله مزدورکاران نیولي او له ځانه سره یې وړي دي، زما دوه زامنو کرکټ کاوه هلته یې نیولي وو، بیا مې په ډېر مشکل راخوشې کړل."




دوی په افغانستان کې د طالبانو له حکومته او کډوال‌منونکو هېوادونو غوښتنه کوي چې، په پاکستان کې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.


دا اندېښنې په‌‌داسې حال کې دي، چې تازه د کډوالو لپاره د اقدام ګډې کمېټې ویلي چې، پاکستان باید د افغان کډوالو ځورول پای ته ورسوي.




دې کمېټې پرون سه‌شنبه د (ډسمبر ۳مه) پر خپله ايکس‌‌پاڼه په یو بیان کې، په اسلام‌‌اباد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې، د پلازمېنې په غیر رسمي استوګن‌ځایونو کې د مېشتو افغان کډوالو په وړاندې روان ظلم غندي.


په اسلام‌‌اباد کې غیر رسمي سیمې هغه ځایونو ته ویل کېږي چې، له حکومتي نقشې پرته جوړ شوي او بې‌‌وزله وګړي په‌‌‌کې اوسیږي او د برېښنا په ګډون د پاکو اوبو ډېرې اسانتیاوې هم نه‌‌‌لري.


د کډوالو لپاره د اقدام ګډې کمېټې ویلي، دا تر ټولو زیانمنونکي کډوال دي چې، له کرښې له هاغاړه یې د طالبانو له واکمنۍ پناه راوړې ده.


دغې کمېټې ویلي، افغان کډوال محدود ژوند لري او بنسټیزو امکاناتو ته لاس‌رسی نه‌لري.


د کډوالو لپاره د اقدام ګډه کمېټه چې په پاکستان کې فعالیت کوي، په‌دې هېواد کې د مېشتو کډوالو له حقونو دفاع کوي.




په اسلام‌‌اباد کې د افغان کډوالو د نیول کېدو لړۍ او په‌‌دې اړه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې، تېره اوونۍ په پلازمېنه کې د پاکستان د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان زرګونه پلویانو د نوموړي د راخوشې کېدو په هدف پراخه لاریونونه وکړل، چې په تاوتریخوالي واوښتل.


له‌‌‌دې لاریونونو وروسته پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې، په‌‌دې مظاهرو کې افغانانو هم ګډون کړی.


د اسلام‌‌‌اباد د پولیسو قومندان سیدناصرعلي رضوي تېره اوونۍ رسنیو ته وویل، د لاریونونو په تور د زرو نیولو شویو کسانو له ډلې یې ۵۶ افغانان دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د تېرې جمعې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې هم په‌‌‌دې لاریونونو کې د افغانانو د نیولو خبر ورکړ.


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تېره چهارشنبه وویل، افغان وګړو ته به د روان میلادي کال د ډسمبر له ۳۱مې نېټې څخه د پولیسو له جواز پرته په اسلام‌‌اباد کې د اوسېدو اجازه ورنه‌کړل شي.


خو په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفارت په‌دې لاریونونو کې د افغان کډوالو ګډون رد کړی دی.


د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د دې سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، افغان کډوال، هيڅ‌کله په پاکستان کې په سیاسي فعالیتونو یا جرمي پېښو کې ښکېل نه‌دي او د پاکستاني چارواکو څرګندونې، په افغان کډوالو کې د پام وړ اندېښنو لامل شوې دي.