ru24.pro
World News
Декабрь
2024

په کانګو جمهوريت کې د یوې ناروغۍ له کبله د لسګونه کسانو مړینه؛ چارواکي: په دې اړه څېړنه روانه ده

0
د کانګو جمهوريت په جنوب لوېدیځ کې یو چارواکی وایي، په سیمه کې د هغې خپرې شوې ناروغۍ په اړه چې انفلونزا ته ورته ده او په وروستیو دوو اوونیو کې یې له کبله په لسګونو کسان مړه شوي، څېړنه روانه ده.


د کوانګو ولایت والي اپولینیر یومبا خبریالانو ته د دغې ناروغۍ نښې تبه، سردردي، ټوخی او د وینې کموالی وښود او د هغه مرستیال اسوشېټېډپرېس آژانس ته که څه هم د هغو کسانو دقیق شمېر ونه ښود چې تراوسه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي، خو ویې ویل چې شمېر یې د ۶۷ او ۱۴۳ تنو ترمنځ دی.


تر دې مخکې د کانګو په نوم ناروغي چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې خپره شوې، هم له دې هېواد څخه نورې نړۍ ته خپره شوې.


د روغتیا د نړیوال سازمان یوه چارواکي هم ویلي چې په کانګو کې د دغې نوې ناروغۍ د خپرېدو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي او یو پلاوی یې سیمې ته استولی ترڅو نمونې یې راټولې او هغه تشخیص کړي.