ru24.pro
World News
Декабрь
2024

د طالبانو د برېښنا شرکت يو پلاوی ترکمنستان ته تللی

0
د طالبانو د برېښنا شرکت یو پلاوی ترکمنستان ته تلللی دی، چې د دوه زره پنځه‌ویشتم کال لپاره د وارداتي برق توافق‌نامه تمدید کړي.


برېښنا شرکت نن په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي دي چې، دې پلاوي د دې شرکت د رییس عبدالباري عمر په مشرۍ د ترکمنستان د ټاپ پروژې له رییس دوردي الیاسوف او یوشمېر نورو چارواکو سره کتلي دي.


برېښنا شرکت زیاتوي چې، تمه لري د دې سفر په ترڅ کې به له ترکمنستان سره د راروان کال د وارداتي برېښنا تړون تمدید شي.


د طالبانو پلاوی په‌داسې وخت کې له ترکمنستانه د برېښنا د تړون د تمدید هڅې کوي، چې په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د برېښنا پارچوۍ زیاتې شوې دي.


د افغانستان د بیارغاونې لپاره د متحدایالتونو د سرمفتش دفتر (سیګار) د وري په میاشت کې ویلي و چې، افغانستان اتیا په سلو کې برېښنا له ګاونډیو هېوادو واردوي، چې هر کال دوه سوه شل میلیونه ډالر لګښت پرې راځي.