ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د اسلام اباد پولیسو پر عمران خان د "قتل" مقدمه دایره کړې

0
د اسلام اباد پولیسو د پخواني وزیراعظم او د حکومت مخالفه ګوند تحريک انصاف بنسټګر عمران خان  پرضد د قتل مقدمه دایره کړې ده.

په مقدمه کې پر هغه تور پورې کړی چې هغه  د نومبر پر ۲۶مه د اسلام اباد پر سرينګر هايي وې (لويه لار) خلک د رينجرز (نيمه پوځي ځواک) د درې سرتېرو وژلو ته هڅولي ول۔


د رينجرز دغه سرتېري د تحريک انصاف د لاريون پر مهال وژل شوي ول چې د شپې ناوخته يو موټر ووهل ۔ په دې پېښه کې دوه سرتېري ژوبل شوي هم ول.


د تحريک انصاف د عمران خان په امر په اسلام اباد کې احتجاج کاوه چې د نومبر ۲۶مه په شپه پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د دوی پر ضد عمليات وکړل چې پکې يې يوشمير ونيول او نور يې له اسلام اباد څخه وشړل۔


 




پولیسو د اسلام اباد په رمنا تآنه پر عمران خان ضد د قتل مقدمه په رمنا دایره کړې ده۔ په مقدمه کې تور پورې شوی چې احتجاجیان د هغه په امر اسلام اباد ته ورغلي ول نو ځکه د درې سرتيرو د قتل په سازش کې د پي ټي ای زنداني بسنټګر هم ککړ دی.


له دې پرته د اسلام اباد د احتجاج په تړاو د عمران خان په ګډون د پي ټي ای د نورو مشرانو او غړو ضد هم شاوخوا ۱۹ نورې مقدمې دايرې شوې دي.


تحریک انصاف وايي چې حکومت د انتقام او غلې کولو لپاره د دوی پر ضد مقدمې دایرې کړې دي. دا ګوند تور پورې کوي چې د نومبر پر ۲۶مه امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دوی یوشمېر غړي وژلي دي. خو حکومت دا تور ردوي.


 


د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه نیول شوی وو، خو سپريم کورټ د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړی خوشې کړی وو.


تر هغه وروسته عمران خان د همهغه کال په اګست مياشت کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډياله زندان کې بندي دی.


وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.


عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي انګېزه لري.