ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د سپین بولدک-چمن لارې تړلو په تړاو د پرلت کوونکو خبرداری؛ د چمن اوسېدونکو پرې اندېښنه وښوده

0

د چمن یو شمېر اوسېدونکي وايي، د سيمه‌ییزو اعتراض کوونکو دې خبرداري چې د سپین بولدک-چمن لاره تړي، اندېښمن کړي دي.

وروسته له هغې چې په چمن کې اعتراض کوونکو خبردارى ورکړ چې د سپین بولدک-چمن لاره به د مسافرو وړونکو او بار وړونکو موټړو او ټرانزیټ موټرو پر مخ وتړي، یو شمېر چمن مېشتي وایي چې دوی دا اقدام دوی ته د منلو نه دی.

دوی د سې‌شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا ډول پرېکړې د خلکو ستونزې نه هواروي او باید د دواړو هېوادونو حکومتونه دې ستونزې ته مناسبه حل لاره ومومي.

عابر، چې د چمن اوسېدونکی دی، په دې اړه يې زادي راډيو ته وویل: "د لارې له بندېدو سره به د عامو خلکو لپاره نورې ستونزې پیدا شي. په تېرو څوارلسو میاشتو کې هېڅ هم لاسته رانه‌غلل، اوس به هم رانه‌شي. په دې موده کې داسې وخت راغلی چې یوه نجلۍ هغه واده شوې، خو پلار یې دلته وفات شوی و، هیڅوک نه شو تلی. داسې خلک شته چې کوژده یې کړې، خو د لارې د بندوالي له امله يې واده نه دی شوی. مقصد، ستونزې بې‌شمېره دي. موږ له دواړو خواوو غواړو چې خلکو ته سهولتونه برابر کړي."

احمدشاه، چې په دې سیمه کې یو کارګر دی، هم وايي: "موږ ۱۳میاشتې کېږي دلته ناست یو، بارډر مو نه دى لیدلى، په شناخت کارټ سره اجازه نه‌راکوي، وایي چې پاسپورټ وښایئ. موږ غواړو چې زموږ ستونزه په شناخت کارټ حل شي تر څو خپل کاروبار وکړو."

دا غوښتنې په داسې حال کې دي چې اعتراض کوونکو د دوشنبې په ورځ پاکستان حکومت ته په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې که غوښتنې یې ونه‌ منل شي، د سپین بولدک-چمن لاره به بنده کړي.

هغوی غوښتنه کړې چې د سپین بولدک-چمن پولې له لارې د مسافرو او سوداګرو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ لازمي‌والى ختم کړي.

معترضانو په اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان حکومت څو ځله ژمنه کړې چې په دې پوله کې به مسافرو او موټر چلوونکو ته اړین سهولتونه برابر کړي، خو تراوسه یې په دې ژمنو عمل نه دی کړی.

په همدې حال کې د اعتراض کوونکو ویاند صادق خان اچکزي د سې‌شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د لارې د بندېدو په اړه دوی به سبا د ‌ډسمبر په څلورمه پرېکړه وکړي.

هغه وویل: "که زموږ غوښتنې ونه منل شي، موږ بله لاره نه لرو پرته له دې چې د ټرانسپورټ لارې بندې کړو. موږ به د سپین بولدک-چمن لار د ټرانزیټ او بار وړونکو موټرو پر مخ وتړو. بله لار نه‌شته. مخکې هم موږ دا لاره څلور میاشتې بنده کړې وه او سبا به په دې اړه خپله پرېکړه وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روان کال د نومبر په نيمايي کې اعلان وکړ چې د سپین بولدک-چمن د پولې له لارې په پېژندکارتونو او تذکرو د خلکو تګ راتګ منع دی، په داسې حال چې د سيمې اوسېدونکي وايي چې ١٣ مياشتې دغه لار د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د پاکستان سرحدي ځواکونه یا ایف‌سي په یوه خبرتیا کې ویلي چې د نومبر له ۱۷مې وروسته به د پاسپورټ او ویزې پرته پر دغه لار تګ راتګ منع وي.

اعتراضونه هغه مهال د تېر کال د اکټوبر په ۲۱مه پیل شول، کله چې د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه چې د سپین بولدک-چمن د دروازې له لارې د تېرېدو لپاره پاسپورټ او ویزه لازمي دي.

معترضان ټینګار کوي چې د پخوا په څېر دې د پولې دواړو غاړو اوسېدونکو ته د تذکرې او پېژندکارتونو پر اساس د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

خو د پاکستان حکومت چارواکي وایي چې د مسافرو او موټرچلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې اړتیا د امنیت لپاره یو اړينه پرېکړه ده.