ru24.pro
World News
Декабрь
2024

د ملګروملتونو امنيت شورا روانه مياشت د افغانستان د وضعيت په اړه غونډه جوړوي

0
د ملګروملتونو امنیت شورا پرون اعلان وکړ چې، په روانه ډسمبر میاشت کې به د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړي.


د امنیت شورا د بیان له‌مخې تمه ده چې، د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت یوناما مشره روزا اوتونبایووا، د افغانستان د بندیزونو د کمېټې مشر اندریس مونتال وو سوسا او د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر یا اوچا استازی به د امنیت شورا درې میاشتنې غونډې ته راپورونه واوروي.


بیان زیاتوي چې د دې غونډې په اجنډا کې د افغانستان د بندیزونو د کمېټې د څار د ډلې او د یوناما د ماموریتونو د تمدید په ګډون بېلابېل مسایل شامل دي.