ru24.pro
World News
Декабрь
2024

د ۱۹ کلنو اسیا جام؛ افغانستان وروستۍ سیالي نیپال ته وبایلله

0
د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام په ګروپي پړاو کې افغانستان خپله وروستۍ سیالي له نیپال سره ترسره کړه چې د یوې وېکټې په تفاوت یې ماتې وخوړه.


دغه سیالي چې نن سه شنبه د ډسمبر په درېیمه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوه، افغان لوبډلې د لوبې پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.


افغانستان په ۳۵.۴ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۲۳ منډې یې جوړې کړې.


په دې سیالۍ کې هم مخکښ افغان منډه جوړونکی فیصل خان و چې ۵۲ منډې یې وکړې.


نيپالۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۴۱.۲ اورونو کې د ۹ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ او په دې سره افغانستان خپله وروستۍ او درېیمه سیالي هم وبایلله.


یادې لوبډلې ته لوبډلمشر هېمنت دامي ۲۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبه یې وګټله او په افغان توپ اچونکو کې الله محمد غضنفر او خاطر ستانکزي درې درې لوبغاړي وسوځول.


د ۱۹ کلنو ځوانانو په روان اسیا جام کې افغانستان خپله لومړنۍ دوه سیالۍ بنګله‌دېش او سریلانکا ته هم بایللې وې او په دې سره یې په دغه جام کې سفر بشپړ شو.


د دې جام له الف ګروپ څخه پاکستان او هندوستان او له ب ګروپ څخه بنګله‌دېش او سریلانکا د نیمه پایلوبې پړاو ته ورسېدل.


د ویلو ده چې د اسیا جام سیالیو پایلوبه به د ډسمبر میاشتې په ۸مه نېټه ترسره شي.