ru24.pro
World News
Декабрь
2024

نن په ايران کې د ايکو سازمان غونډه جوړيږي، طالبان ورته نه‌دي بلل شوي

0
د ایکو په نوم د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو اته‌ویشتمه غونډه نن د ایران په مشهد کې جوړیږي.


د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له‌‌مخې، په‌‌دې غونډه کې به د غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو ترڅنګ د هغوی سفیران، ډیپلوماتان او متخصصان هم ګډون وکړي.


د ایکو سازمان په ۱۹۶۴م کال د ایران، ترکیې او پاکستان له لوري تاسیس شو، وروسته د افغانستان په شمول د منځنۍ اسیا هېوادونه هم ورسره یوځای شول.


پرون په مشهد کې د دې سازمان د متخصصانو په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب چا ګډون نه و کړی او ویل کېږي چې دې سازمان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته هم په نننۍ غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړې.


د طالبانو حکومت تر اوسه د هیڅ هېواد له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.