خلک: د طالبانو مامورين د هغو خلکو اداري کارونه نه ترسره کوي چې ږيرې يې لنډې کړي وي
یوشمېر افغانان ادعا کوي چې، د طالبانو د حکومت مامورین د هغه کسانو اداري کارونه په وخت نه ترسره کوي چې ږیرې یې لنډې او یا هم تراش کړي وي.
د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ځینې اوسېدونکي ادعاوې کوي چې، طالبان د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر په نوم قانون د بشپړ پلي کولو د هڅو په دوام، د هغو کسانو چې په خبره یې شرعي قوانین پر ځان نه پلي کولي، په ادارو کې د دوی د چارو له ترسره کېدو ډډه کوي.
دوی ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه، له هغو کسانو سره چې ږیرې یې خرییلې وي او د طالبانو په اصطلاح غربي بڼه ولري، په دولتي ادارو کې ورسره تحقيرامیزه یا سپک چلند کېږي.
د هرات ولایت يو اوسېدونکي د موضوع د حساسیت له امله په راپور کې د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي رادیو ته وویل: "محکمې ته د نکاحخط اخیستو لپاره ورغلم او اړ وم چې دوه کسان د شاهدانو په توګه ورولم، چې له بدهمرغه په دوی کې د یوه ږیره یې لنډه وه، د دغه کس شاهدي د هغه مسوول کس چې نکاحخط یې راجوړوه، ونه منل شو او مجبوره شوم، یو بل کس چې په شرایطو پوره و، حاضر کړم."
لهدې سره د نیمروز ولایت ځینې اوسېدونکي هم ادعا کوي چې، د ږیرې پرېښودو لپاره د دولتي ادارو پر کارکوونکو د طالبانو فشارونه زیات شوي دي.
د دغه ولایت یو اوسېدونکي د موضوع د حسایت له امله په راپور کې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې، ورور یې د دغه ولایت په یوه دولتي اداره کې د کار غوښتنه کړې وه او طالبانو پرې ټینګار کړی چې که ږیره پرې نه ږدي وبه نه ګمارل شي.
هغه وويل: "دوی (طالبان) وایي ږیره پرېږدئ او نه يې باید وخرېیئ او که موږ ږیره پرې نه ښوده په دولتي ادارو کې دندې نه درکول کېږي، ورور مې چې په نيمروز ولایت کې د دندې غوښتنه کړې وه ورته یې ویلي، که ږیره پرې نه ږدې، دنده نه درکوو او باید هم ږیره پرېږدې، هم پنځه وخته لمونځ ادا کړې."
یوازې نارینه د طالبانو د حکومت په دولتي ادارو کې د خپلې ظاهري بڼه له امله له سپک او تبعیضي چلند سره نه مخامخ کېږي، بلکې لهدې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې، د افغانستان په ځینو سیمو کې ښځو ته دولتي ادارو او تعمیرونو ته د ننوتلو اجازه هم نه ورکوي او د پنجرو او کړکیو تر شاه یې عرایض ترې اخلي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې پر خلکو د طالبانو د حکومت له لوري سختدریځي هغه مهال زیاته شوه، چې مشر یې ملا هبتالله اخندزاده د روان کال په اګسټ میاشت کې د امربالمعروف او نهي عنالمنکر په نوم قانون چې یوه مقدمه، ۴ فصله او ۳۵ مادې لري، توشیح کړ.
د دې قانون په ۱۴مه ماده کې د نارینهو د پوښاک او ظاهري بڼې په اړه په احکامو کې راغلي چې، د نارینه عورت له نامه ښکته تر زنګنونو دی او د امر بالمعروف محتسبینو ته یې پهکې اجازه کړې چې د خلکو د ږیرې له خرېیلو او کمولو، د اسلامي شریعت خلاف د ویښتانو اصلاح کولو، په ټکو یې د کفارو سره د دوی صورت او سیرت مشابه کولو او نېکټایي له کارولو چې صلیب نښه یې بللې، مخنیوی وکړي.
سره لهدې چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر قانون په هېواد کې دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخامخ شوی، خو دوی تل ټینګار کړی چې، د دې قانون پلي کولو کې چې د اسلامي شریعت لهمخې قانون یې بولي، تر بل هر وخت یې په پلي کولو کې به یې هڅې کوي.