ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ايران کې د افغان کډوالو د ګمارنې له امله په يزد ولايت کې ۱۹سوداګريز مرکزونه تړل شوي

0
په ايران کې د افغان کډوالو پر ژوند او کار د سختو محدودیتونو په دوام، د دې هېواد د "یزد" ولایت امنیتي پولیسو اعلان کړی چې، ۱۹ سوداګریز مرکزونه یې د غیرقانوني کډوالو د ګمارلو له امله تړلي دي.


د صداو‌سیما د خبري اژانس د راپور له‌مخې، چې پرون یک‌شنبه د (ډسبمر اوله) يې خپور کړى د یزد ولایت د امنیتي پولیسو او د عامه ځایونو د نظارت رييس، علي اکبر طبایي ویلي، دا مرکزونه له هغه وروسته وتړل شول چې هلته د اوسېدو او کار قانوني اسناد نه لرونکي بهرنیان په کار ګمارل شوي وو.


په ایران کې هغو کسانو ته چې قانوني اسناد ونه‌لري "غیرمجاز بهرني اتباع" ویل کېږي.


یوشمېر افغان کډوال وایي، دوی په کار کې د پولیسو له‌‌خوا نیول کېږي او د اسنادو د ارزونې لپاره د اخراج مرکزونو ته وړل کېږي.




سميع‌‌الله، چې د ايران د یزد اوسېدونکى دى ازادي ته يې وویل: "په کار بوخت وو چې ناببره پولیس راغلل او ټول یې ونیول. وروسته یې اسناد وکتل، هغوی یې چې اسناد يې لرل پرېښودل، خو هغه کسان یې له ځان سره بوتلل چې اسناد یې نه‌‌‌لرل، وضعیت خراب دی او هره ورځ محدودیتونه زیاتیږي."


محمد رفیع چې د ایران د تالون ولسوالۍ کې اوسېږي، وايي: "شپه وه، ټول یې له کاره ونیول او د اخراج مرکز ته یې بوتلل. زه او یو ملګری مې د خوړو د راوړلو لپاره وتلي وو، دلته وضعیت ډېر سخت دی، هره ورځ نیونې روانې دي. زموږ کار ځای یې هم وتاړه ځکه افغانان یې استخدام کړي وو. اوس بې‌کاره یم، او افغانانو ته په ایران کې کار پیدا کول ډېر سخت شوي. د ضمانت په بدل کې هم کار نه ورکوي."


په وروستیو میاشتو کې د ایران حکومت د افغان کډوالو لپاره د کار او ژوند شرایط ډېر سخت کړي دي، چې په پایله کې ګڼ‌‌شمېر کډوال نیول شوي او له ایران څخه ایستل شوي دي.




تر دې مخکې د میزان په میاشت کې په لرستان، تهران، کرمانشاه او تبریز ولایتونو کې په کرنیزو ځمکو، تولیدي شرکتونو، د خوراکي موادو په فابریکو او د ودانیزو پروژو په برخو کې د افغان کارګرانو ګمارل منع شوي وو.


همدارنګه، د روان کال د ثور په میاشت کې د ایران حکومت د غیرقانوني بهرنیو کارګرو په ګمارلو جریمه ولګوله.


د ایران د کار وزارت د بهرنیو اتباعو د استخدام څانګې ویلي وو چې، که څوک غیرقانوني کارګر وګماري، هره ورځ به شاوخوا ۱.۲ میلیونه تومان (نږدې شل ډالره) جریمه کېږي.


افغان کډوال وایي چې، د ایران پولیس اکثره غیرقانوني افغان کډوال سم‌دستي نیسي، کمپونو ته یې لېږي او وروسته یې له ياد هېواده باسي.


د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، هره ورځ نږدې ۱۰۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته بېرته رااستول کېږي.


ایراني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې، په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.