ru24.pro
World News
Декабрь
2024

امريکا کې يوه چينايي شرکت سلګونه منع شوي برېښنايي تجهيزات روسيې ته لېږدولي

0
یوه چینایي شرکت چې د امریکا د متحدایالتونو په کالیفورنیا ایالت کې د تولید بټۍ لري، پر اوکراین د روسیې له غیرموجه یرغل راهیسې په سلګونو منع شوي برېښنایي تجهیزات یا پرزې روسیې ته لېږدولي دي.


دغه برېښنايي تجهیزات په دوه ګوني ډول کارول کېږي، یعنې هم په ملکي او هم پوځي برخه کې کارول کېدای شي.


دغه چینايي شرکت هغو کمپنیو ته هم دغه تجهیزات لېږلي، چې د روسیې له پوځ سره ارتباط لري او بندیزونه ورباندې لګول شوي دي.


د اوکراین د معلوماتو له‌‌مخې، لږ تر لږه یوه برېښنايي پرزه د یانګژو یانګجي په نوم د ټکنالوژۍ د شرکت له‌‌خوا تولید شوې او د اوکراین د جګړې په ډګر کې د روسیې د تسلیحاتي لارښود په دستګاه کې موندل شوې ده.


دغه شرکت چې د شانګهای په شمال لوېدیځ کې په یانګژو ولایت کې پروت دی، د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې روسیې ته له ۲۰۰ څخه ډېر ځانګړي برېښنايي تجهیزات لېږلي دي.


په واشنګټن کې د C4ADS په نوم د یوې غیرانتفاعي مؤسسې له‌‌خوا د ترلاسه شویو ګمرکي تاریخچو له‌مخې، د دغو تجهیزاتو شمېر لږ تر لږه ۲۳۸ ته رسېږي او هغه برېښنايي پرزې په‌‌‌کې شاملې دي، چې د امریکا د متحدایالتونو له‌‌‌خوا د روسیې په تسلیحاتي دستګاوو کې د کارول کېدو د احتمال له کبله په لوړه سطحه په لومړیتوبونو کې ډلبندي شوې دي.




ویل شوي، د روسیې یوه برېښنايي شرکت ته، چې د امریکا د متحدایالتونو له بندیزونو سره مخامخ دی، لږ تر لږه ۱۷ ځلې دغه پرزې لېږل شوې دي.


دا موندنې یو وار بیا د لوېدیځ د هڅو په وړاندې پرتې ستونزې په ډاګه کوي، چې غواړي غربي ټکنالوژۍ ته د روسیې د پوځي لاس‌رسۍ مخه ونیسي؛ هغه ټکنالوژي چې د اوکراین په وړاندې په جګړه او پوځي عملیاتو کې کارول کېږي.




په اوکراین کې د روسیې د جګړې پر مهال له مسکو سره د چین اړیکې له ستراتېژیک او اقتصادي پلوه لا ژورې شوي، خو بیا هم پېکېنګ هڅه کړې چې، له لوېدیځ، په ځانګړې توګه د امریکا له متحدایالاتو سره چې تر ټولو لوی سوداګریز شریک یې دی، د دغو اړیکو منفي پایلې محدودې کړي.


واشنګټن او اروپايي اتحادیې روسیې ته د ټکنالوژۍ د امکاناتو برابرولو له کبله، پر ځینو چینايي شرکتونو بندیزونه لګولي دي.


چین له څو میاشتو فشارونو وروسته، په اکتوبر میاشت کې د صادراتو د کنټرول په نیت تازه مقررات تصویب کړل، چې موخه یې روسیې ته د دې جنګي ټیکنالوژیو د لېږد محدودول دي.


بیا هم، غربي چارواکو ویلي چې د برېښنايي پرزو د لېږد جریان، د اوکراین د جګړې په ډګر کې د روسیې د مورچلونو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.


د ګمرکي تاریخچې له‌مخې، د یانګجي شرکت له‌خوا په لېږدول شويو پرزو کې د ډیویډونو او ټرانزیسټرونو ځانګړي ډولونه شامل وو، هغه برېښنایي وسایل چې د برېښنا جریان پراخوي یا کنټرولوي.


دا ټیکنالوژي د هدایت شویو هوایي بمونو لپاره کارول کېږي چې د "ګلایډ بمونو" په نوم پېژندل کېږي او روسیې په اوکراین کې کارولي، چې ډېره ویجاړي پېښوي.


یانګجي شرکت د دې تر څنګ د روسیې شرکت "سمټرون الکترونیک کامپوننټس" ته د برېښنايي پرزو ۱۷۳ بستې لېږلي دي.




پر سمټرون د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې د اوکراین په وړاندې په روانه جګړه کې د روسیې د وړتیا کمولو په هدف، د امریکا د متحدایالاتو له‌خوا بندیز ولګول شو.


د ګمرکي تاریخچې له‌‌‌مخې لږ تر لږه له دغو بارونو څخه درې یې د ۲۰۲۳م کال د اګست او سپتمبر میاشتو ترمنځ سمټرون ته لېږل شوي دي.


نه یانګجي او نه سمټرون د ازادې اروپا/ ازادي راډیو برېښنالیکونو ته د تبصرې لپاره ځواب ویلی دی.


یانګجي، د چین د برېښنايي او نیمه برېښنايي پرزو د تولید له لویو تولیدوونکو شرکتونو دی، چې په ۲۰۲۴م کال کې د شانګهای د ونډو په بازار کې ثبت شوی دی.