ru24.pro
World News
Декабрь
2024

ډونالډټرمپ د فدرالي تحقيقاتي ادارې لپاره "کاش پټيل" د مشر په توګه نوموي

0
د امریکا د متحدایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې، د ملي امنیت پخوانی چارواکی کاش پټیل، د فدرالي تحقیقاتي ادارې (FBI) مشرۍ ته نوموي.


پټیل، چې پخوا یې د فدرال د عمومي مدافع وکیل او څارنوال په توګه دنده ترسره کړې، غوښتنه کړې چې، له FBI څخه دې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو رول واخیستل شي او دا اداره دې له هغو کارمندانو پاکه کړای شي چې، د ټرمپ د پلانونو ملاتړ نه‌‌کوي.


کاش پټیل، چې هندي‌الاصله دی، د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت سلاکار او د دفاع وزیر د دفتر د رباست په شمول په څو مهمو چوکیو کار کړی دی.