ru24.pro
World News
Декабрь
2024

جي شاه د کرکټ نړیوالې شورا د نوي مشر په توګه وټاکل شو

0
د هندوستان د کرکټ ادارې پخوانی سکرتر جي شاه د کرکټ نړیوالې شورا "آی‌سي‌‌سي" د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.


د کرکټ نړیوالې شورا پر فېس‌بوک پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې، ښاغلي جي شاه نن يک‌شنبه د (ډسمبر په لومړۍ) نېټه خپله دنده پيل کړه.


خبرپاڼه زیاتوي، جي شاه د پخواني عمومي ريیس ګرېګ بارکلې څلور کلنې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې، د کرکټ نړیوالې شورا له غړیو هېوادونو سره به په ګډه د کرکټ د لا پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي.


د ښاغلي شاه له قوله لیکل شوي دي چې، د نارینو د کرکټ پراختیا ترڅنګ د ښځو کرکټ ودې ته به لا ډېر کارونه ترسره کړي.


خبرپاڼه لیکي، جي شاه تر دې وړاندې د کرکټ اسیايي شورا مشري هم کړې ده او د هند کرکټ د مشرۍ پرمهال یې د ۲۰۲۳ ز کال نړیوال پنځوس اوریز جام بریالی کوربه‌توب، په لومړي ځل د ښځو لپاره د سوداګریز لیګ جوړول او د المپیک په سیالیو کې د کرکټ شاملولو هلې ځلې یې مهمې لاسته‌راوړنې دي.


دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې لا هم د هند او پاکستان کرکټ بورډونو ترمنځ د چمپینز ټراپۍ لپاره پاکستان ته د هندۍ لوبډلې د نه ورتګ په تړاو لانجې لا روانې دي.


په وروستیو رپورټونو کې ویل شوي دي چې، یو وار بیا به د هند کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ د پاکستان پر ځای په بل هېواد کې ترسره کېږي، خو د کرکټ نړیوالې شورا لا په‌‌‌دې تړاو کوم رسمي خبر نه‌‌دی خپور کړی.