ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

په پاکستان کې نیول شوی خبریال مطیع‌الله جان په ضمانت خوشې شوی

0
په پاکستان کې د یوه خبریال مدافع وکیله وايي، دغه خبریال چې څو ورځې مخکې د تروریزم ضد قانون له مخې نیول شوی و، بېرته په ضمانت خوشې شوی دی.


دغه خبریال د پخواني صدراعظم عمران خان په پلوي د رابلل شویو اعتراضونو پر مهال د وژنو د ادعاوو په باب څېړنه کوله.


روانه اوونۍ په اسلام‌اباد کې څه باندې ۱۰زره کسانو لاریون وکړ او پر عمومي غونډو یې له لګول شویو محدودیتونو سرغړونه وکړه چې وروسته د امنیتي ځواکونو له فشارونو سره مخامخ شول.


د تلوېزیون ویاند او د یوټیوب خبریال مطیع‌الله جان تېره چهارشنبه هغه وخت ونیول شو چې د اسلام‌اباد په پیمز (PIMS) روغتون کې یې د وژل شویو لاریونوالو په باب څېړنیز راپور جوړاوه.


د مطیع‌الله جان مدافع وکیله ایمان مزاري وايي، دی تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته د اسلام‌اباد د تروریزم ضد محکمې ته حاضر کړای شو او د مخدره موادو په لېږد او د یوه پولیس د وژنې په هڅه تورن کړای شو.


مزاري د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، موکل یې نن پر ځايي وخت ماښام شپږ بجې په ضمانت خوشې کړای شو.


هغې ویلي، د دغه خبریال د نیول کېدو له کبله په خلکو کې نارضایتي زیاته وه.


د پاکستان حکومت وايي، د تېرې اوونۍ د ناکراریو پر مهال ۵ پوځیان هم وژل شوي دي.


د عمران خان تر مشرۍ لاندې د پاکستان تحریک انصاف ادعا کوي چې د دوی ۱۰ غړي هم د امنیتي ځواکونو د ډزو له کبله وژل شوي دي.