هلمند کې خلک د لويو لارو د رغېدو او د بنسټيزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي
د هلمند باغران، بغني، موسیکلا، واشېر، نوزاد، دېشو، خانشین، بهرامچه او ګرمسېر اوسېدونکي وايي چې، یا یې له لښکرګاه سره نښلېدونکې لارې خرابې دي یا هيڅ مشخص سړکونه نهلري.
د دغو سیمو اوسېدونکي وايي، کله چې څوک ناروغ شي یا د نورو عاجلو حالتونو سره مخامخ شي، د لښکرګاه تر ښار پورې د رسېدو لپاره د سړکونو د خرابوالي له کبله زیات وخت ضایع کېږي او ډېری وخت ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د موسیکلا ولسوالۍ اوسېدونکي رحیمالله ازادي راډيو ته وويل: "کله چې زموږ د کورنۍ غړي ناروغ شي او موږ یې لښکرګاه ته وړو، نو ډېر وخت کېږي چې هغه د لارې په اوږدو کې د ژوند له ګواښ سره مخ شي. سړکونه دومره خراب دي چې حتی له لښکرګاه پورې د رسېدو لپاره مو ساعتونه وخت ضایع کېږي."
د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي همدارنګه وايي چې، د ژوند د لومړنیو خدماتو لکه روغتیا او تعلیم په برخه کې د حکومت لهخوا هيڅ جدي هڅې نهدي شوي.
دوی د حکومتي ادارو او مرسته کوونکو مؤسسو څخه غوښتنه کوي چې د بیا رغونې پروژې پلي کړي او د دې سیمو د سړکونو او روغتیايي خدماتو شرایط ښه کړي.
داوود، د خانشین ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی دی چې وایي: "موږ ځینې وختونه داسې حالتونه لرو چې په یوه ورځ کې یو څو ناروغان د لښکرګاه تر ښار رسولو ته اړتیا لري، خو د سړکونو خرابوالی د دوی ژوند ته خطر جوړوي. زموږ خلک لهدې ستونزو سره نږدې هره ورځ مخامخ دي."
د هلمند د ټولګټو چارو ریاست د پلان او رغنیزو چارو امر ندامحمد نصرت بيا وایي: "موږ پوهېږو چې دې سیمو کې خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي. موږ هڅه کوو چې د سړکونو او نورو زېربناو د رغونې لپاره هلې ځلې وکړو، خو د تېرو ۲۰ کلونو جګړو له کبله ډېری پروژې ځنډېدلي دي."
هلمند د تېرو شلو کلونو جګړو له امله زیات ځپل شوی او د دې ولایت ډېری سیمې د جګړو له کبله تخریب شوي دي.
په ټولیزه توګه، د هلمند د ولسوالیو اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې د دې سیمو د سړکونو د بیا رغونې لپاره جدي اقدامات وکړي.
د سړکونو د خرابوالي او د زېربناو د کمبود له امله، د دې ولایت خلک له بېشمېره ستونزو سره مخامخ دي، په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره چې د لښکرګاه تر ښار رسېدل پرې ستونزمن او ځنډېدلی وي.