د کابل او هرات د معتادینو د پالنې له مرکزونو ۳۰۰ معتادین تر درملنې وروسته رخصت شول
د ژمي په رارسېدو سره په کابل کې د امید په نوم د معتادینو د درملنې له مرکز څخه ۱۳۲ نفره او دغه ډول په هرات کې د معتادینو د ساتنې او پالنې له مرکز څخه ۱۷۰ نفره تر درملنې وروسته رخصت شول.
د دې دوو مرکزونو چارواکي وايي چې، دا خلک له درېیو میاشتو څخه تر یوه کاله پورې پهدې مرکزونو کې ساتل شوي وو او تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
هغه کسان چې تازه یې نشه پرې ايښې او خپلو کورنیو ته ستانه شوي، د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د بیا معتاد کېدو د مخنيوي لپاره دې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
د هرات د معتادینو د ساتنې او پالنې څلور زره بستریز مرکز څخه تازه رخصت شوی ننګیالی اندېښنه لري او وايي، که د کار زمینه ورته برابره نهشي، د نشهيي موادو د اسانه او ارزانه پيدا کېدو له امله به بېرته معتاد شي.
هغه ازادي راډيو ته وويل: "زه ډېر خوشحاله کېږم که د کار پروژې پيل شي او د کار زمینه برابره شي. که زه اوس کور ته ولاړ شم یوه مياشت، دوې میاشتې او درې میاشتې وروسته څه وکړم؟ ایا بیا نشو ته مخه کړم؟"
د معتادینو د ساتنې او پالنې له مرکز څخه رخصت شوي غلام رسول طالبانو ته ضمانت ورکړی چې بیا به نشه نهکوي.
دی وايي ډېری هغه کسان چې له ده سره د معتادینو د ساتنې او پالنې په مرکز کې بستري و، مخکې د بېکارۍ له امله معتاد شوي و.
غلام رسول وايي: "پرېکړه مې کړې چې بیا به نشه نهکوم، ځکه چې ډېر یې ځورولی یم. هغه ځوانان چې دلته ساتل کېږي ډېری یې د بېکارۍ له امله معتاد شوي دي، ځکه کار نهشته او د افغانستان حالات خراب دي."
په کابل کې د امید په نوم د معتادینو د درملنې مرکز او هرات کې د معتادینو د ساتنې او پالنې څلور زره بستریز مرکز چارواکي وايي، دا معتادین یې د دې لپاره رخصت کړي چې بسترونه خالي شي، ځکه چې هوا مخ پر سړېدو ده او دوی غواړي چې نور بېکوره معتادین راټول کړي.
د هرات ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې مدير حیاتالله روحاني وايي، د تازه رخصت شویو معتادینو له کورنیو څخه ضمانت اخلي چې بیا به نشه نهکوي او دغه ډول هڅه کوي چې د دوی لپاره د کار زمینه هم برابره کړي.
نوموړی وايي: "په یوه کال کې مو نژدې دوولس زر معتادین راټول کړي او درملنه یې شوې ده. په راتلونکي کې هغه خلک چې لهدې ځای څخه رخصت کېږي موږ یې د کار او اجتماعي چارو ریاست ته معرفي کوو. هر څوک چې لهدې ځای څخه رخصتوو خپلو کورنیو ته یې سپارو، دا کار د دې لپاره کوو چې بېرته معتاد نهشي."
لهدې مرکزونو څخه ځينې رخصت شوي معتادین پهدې مرکزونو کې د خوړو، روغتیايي کارکوونکو او درملو د نشتوالي له امله شکایت کوي، خو دا خبره هم ورسره زیاتوي چې دا مرکزونه ځکه ګټور دي چې، له نشهيي موادو څخه د معتادینو لاسونه لنډوي.