ru24.pro
World News
Ноябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24
25
26
27
28
29
30

داعش په بغلان کې د صوفيانو پر یوه زیارت د وسله‌وال برید مسوولیت ومانه

0
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګې پرون شنبه د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د صوفيانو پر یوه زیارت د وسله‌وال برید مسوولیت ومانه.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو چې د پنجشنبې په شپه په دغه برید کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.


د راپورونو له مخې، دغه کسان د ډزو پر مهال په سید پادشاه اغا زیارت کې په عبادت بوخت وو.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د شنبې په ورځ دغه برید غندلی او پر طالبانو یې غږ کړی چې په دې اړه هراړخیزه څېړنه وکړي.


یوناما له طالبانو دا هم غوښتي چې په راتلونکي کې د نورو بریدونو مخه ونیسي او ډاډ ترلاسه کړي چې پرګنې خوندي دي.


تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي وو چې په افغانستان کې مذهبي اقلیتونه تر جدي ګواښ لاندې دي.


هغه زیاته کړې، ټول افغانان حق لري چې په سوله او ارامۍ کې عبادت وکړي.


د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمنان دي، د څو وژونکو بریدونو مسوولیت منلی دی.