ru24.pro
World News
Ноябрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30

د بيان د ازادۍ کور: افغانستان کې له ۳۰۰ ډېرې رسنۍ تړل شوي

0
د افغانستان د بيان ازادۍ کور وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، له ۳۰۰ څخه زیاتو رسنيو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي او په همدې موده کې د رسنيو د فعاليتونو پر وړاندې شاوخوا ٢٠ محدودونکي فرمانونه صادر شوي دي.


د افغانستان د بيان د ازادۍ کور ویلي چې، یاد فرمانونه د بیان د ازادۍ د ځپلو، سخت سانسور د تطبیق او د رسنیو د فعالیتونو لپاره د تړلي چاپیریال د رامنځته کولو لپاره طرح شوي دي.


یاد بنسټ په هغه اعلامیه کې چې د پنج‌شنبې په ورځ یې د ټلوېزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) خپره کړې دغه‌‌‌شان ویلي چې، له‌‌دې امله په یاده موده کې له ۳۰۰ څخه زیاتو رسنيو په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه درولي دي.


په اعلامیه کې راغلي، په ځانګړې توګه تصویري رسنۍ له بې‌ساري محدودیتونو سره مخامخ شوي دي.


په ورته وخت کې، د افغانستان د خبریالانو مرکز (اې‌ايف‌جي‌سي) بیا د نومبر په ٢١مه پر خپله ايکس‌‌پاڼه (پخواني تویټر) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، یوازې په تیر یوکال کې ۱۲ ټلوېزیوني رسنۍ تړل شوي دي.




اعلامیه وايي، دا رسنۍ یا خو د طالبانو د مستقیمو فرمانونو له امله بندې شوې دي، یا یې پرې د لګولو شویو محدودیتونو له امله يې خپلې چارې درولي دي.


دغه‌‌شان اعلاميه زياتوي، په‌‌دې موده کې ٣٠ خبريالان د حکومت له‌خوا نيول شوي، چې ٧ تنه يې اوس هم په زندان کې دي.




په کابل کې د خورشید ټلوېزیون پخوانۍ کارکوونکې چې د موضوع د حساسيت له امله د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي، د یادې رسنۍ د فعاليت له درېدو وروسته اوس په کور ناسته ده.


هغه وايي: "ما په يوې رسنۍ کې د يوې ژورنالېستې او خبريالې په توګه کار کاوه، ډېر مې له خپلې رشتې سره مينه درلوده، په شوق مې کار کاوه، خو کوم بنديزونه چې ولګېدل و نه‌‌‌‌توانېدم کار ته مې دوام ورکړم فعلا بې‌کاره يم او ډېره سخته ده."


دغه شان (د ګيتي سبز) په نوم د يوې غیر فعاله شوې اوونيزې مسوول مصطفى شهريار ازادي راډيو ته وويل، د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته د بنديزونو له امله اړ شوى چې خپله اوونيزه وتړي.


نوموړی وايي: "د رسنيو کار له ډېرو ستونزو سره مخ دی او ډېرى رسنۍ چې تړل شوي او کومو خبريالانو چې خپلې دندې له لاسه ورکړي، فعلا په کورونو کې په سخت حالت کې ژوند تېروي. د نظام له تغير مخکې ما خپله د (ګيتي سبز) په نوم اوونيزه چلوله، له بده‌مرغه و نه‌‌‌‌توانېدم مخته يې يوسم او له بده‌‌‌‌مرغه دغه اوونيزه وتړل شوه."




دا ادعاوې داسې مهال دي، چې مخکې د طالبانو حکومت ویاندویانو ویلي، د اسلامي شريعت او ملي ارزښتونو په چوکات کې د رسنیو فعالیت ته ژمن دي او کومې رسنۍ چې تړل شوي، لامل یې د دوی اقتصادی ستونزې ګڼلې دي.


دوی دغه‌‌‌‌‌‌شان د خبریالانو د نیونې په اړه ویلي، دا نیونې د دوی په رسنیزو کارونو پورې اړوند نه‌وې، هغه موضوع چې رسنیو او خبریالانو بیا رد کړې ده.


له افغان رسنیو او خبریالانو د ملاتړ دغو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې، په افغانستان کې د رسنيو پر وړاندې ځپونکي وضيعت ته پام وکړي.


د يادونې ده چې د افغانستان له خپلواکو رسنیو د ملاتړ دفتر یا (نی) چې اوس یې په افغانستان کې چارې درولي، د ۲۰۲۳م کال د نومبر په میاشت کې ویلي وو، د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې ۲۸۱رسنۍ تړل شوي، چې له امله یې د ۱۱،۸۵۸ تنو څخه چې په رسنیو کې یې کار کاوه اوس ۴،۵۰۰ تنه کار کوي.


راپور: عابده سپوږمۍ