په افغانستان کې د تلوېزیوني خپرونو لوړو ژورو ته کتنه
په افغانستان کې د لومړۍ ځل لپاره تلوېزیوني خپرونې څه باندې ۴۶ کاله مخکې د ثور د کودتا څخه څو میاشتې وروسته په رسمي توګه پیل شوې.
خلکو کورونو کې تلوېزونونه نه درلودل، خو په افغانستان کې لومړنی تلوېزیون چې د افغانستان د ملي راډیو تلوېزیون په چوکاټ کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د زمري په ۲۸مه له اوږدې مودې امتحاني خپرونو وروسته رسمي خپرونې پیل کړې او رسمي پرانیسته یې د ثور له کودتا وروسته د رامنځته شوي کمونېست حکومت مشر نورمحمد ترکي وکړه.
د ملي تلوېزیون د نشراتو پخواني رییس عبدالغني مدقق وايي، په افغانستان کې تلوېزیون د لومړي ځل لپاره د سرداد محمد داود خان په وخت کې د دوو کلونو لپاره څو د تلوېزیون ودانۍ جوړېده، امتحاني کار پیل کړ چې وروسته د نورمحمد ترکي د واکمنۍ پر مهال یې په رسمي توګه خپرونې پیل شوې.
مدقق وویل: "په افغانستان کې دې نوې پرانیستل شوې دولتي تلوېزیون په لومړي سر کي یوازې د ماښام لهخوا خپرونې کولې، خو وروسته وروسته ډېر کسان د تلوېزیون په برخه کي د کار د زدهکړې لپاره بهر ته واستول شول او ورسره د افغانستان د ملي تلوېزیون د خپرونو وخت هم زیات او ولایتونو ته یې هم خپرونې پراخې شوې."
که څه هم د ثور له کودتا وروسته په افغانستان کې ورو ورو د جګړې لمن پراخه شوه، خو د هغو افغانانو لپاره چې په ښارونو کې اوسېدل، د دوی په ژبه د تلوېزیوني خپرونو پیل په زړه پورې و او له بېلابېلو لارو یې هڅه کوله چې د دې نوې ټکنالوژۍ په رنګینه پرده خوځنده تصویرونه ننداره کړي.
په ډنمارک کې مېشت د افغانستان د ملي راډیو تلوېزیون د خپرونو پخوانی چلوونکی یوسف هېوادوست وايي: "تلوېزیون د یوې نوې پدیدي په توګه مونږ لپاره چې مخکې مو په راډيو کې کار کړی و، ډېر په زړه پورې و، ځکه مونږ د لومړي ځل لپاره بېرته خپل ځان لیده."
خو هغه مهال ډېرو خلکو په کورونو کې تلوېزیونونه نه درلودل.
هېوادوست وايي: "هغه وخت په کابل کې د تلوېزیون لیدلو لپاره خاص ځایونه مشخص شوي وو چې خلک به په ډېره لېوالتیا د تلوېزیون د سکرین لیدلو لپاره ورتلل او دا د ټولنې په منځ کې په رښتیا هم یو نوی او په زړه پورې بدلون و."
که څه د افغانستان ملي تلوېزیون د وخت حکومت د خپلو تبلیغاتو لپاره کاروه، خو پر دې سربېره یې خلکو ته موسیقي او تفریحي خپرونې وړاندې کولې او ګڼو افغانانو دا خپرونې لیدلې.
خو په افغانستان کې د تلوېزیوني خپرونو د پیل لا دوه لسیزې نه وې پوره شوې چې په ۱۹۹۶ م کال په سیپټمبر کې پر کابل طالبان د لومړي ځل لپاره واکمن شول، تلوېزیوني خپرونې یې حرامې وبللې او د افغانستان ملي تلوېزیون پرده له څه باندې ۱۸ کلونو خپرونو وروسته تیاره شوه.
په افغانستان کې د تلوېزیون پرده یا سکرین لږ تر لږه پنځه کلونه همداسې تیاره و څو په ۲۰۰۱م میلادي کال د نومبر په اتلسمه نېټه کله چې د طالبانو د هغه مهال رژیم د امریکا د برید په پایله کې وپرځېده د افغانستان ملي تلوېزیون پرده یوځل بیا روښانه شوه.
افغانستان کې رامنځته شوې نوې ولسواکي چې د بیان او رسنیو ازادي یې برخه وه د دې سبب شوه چې د رسنیو شمېر زیات شي او په دولتي تلوېزیون سربېره، په افغانستان کې لسګونه خصوصي تلوېزیونونه هم خپرونې پیل کړې او د جمهوریت تر پایه د تصویري رسنیو شمېر شاوخوا۱۲۰ ته رسېدلې وې.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز مسوول حامد عبیدي په دي اړه ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان په څېر ټولنې لپاره چې ډېر وګړي یې لیک لوست نه شي کولی تلوېزیون تر ټولو ځواکمنه رسنۍ ده، ځکه د تلوېزیون اغېزې پر ټولو لوستو او نالوستو خلکو یوشان دي او د تلوېزیون مخاطبین ټول عام خلک دي."
عبیدي زیاته کړه چې په افغانستان کې د جمهوریت په شلو کلونو کې تلوېزیون ډېره وده وکړه او شاوخوا ۱۲۰ تلوېزیونونه په افغانستان کې فعالیت درلود.
خو د عبیدي په وینا، د طالبانو په بیا واکمنۍ سره تلوېزیوني خپرونې بېرته له خنډ او ځنډ سره مخ شوې او په وینا یې لسګونه تلوېزیوني رسنیو د طالبانو د محدودیتونو له کبله خپلې خپرونې ودرولې.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د جمهوریت د دوو لسیزو په ترڅ کې په رسنیو، ځانګړې توګه تلوېزیوني رسنیو کې د ښځو ونډه هم د پام وړ زیاته شوې وه او ډېری افغانې خبریالانې وتوانېدې چې د خبریالانو، خپرونو د چلونکو او بحثونو د کوربنو، هنرمندانو او نورو بڼو د تلوېزیون په پرده راڅرګندې شي.
د افغانستان د ملي راډیو تلوېزیون پخوانۍ ویانده سهیلا اصغري په تلوېزیون کې د مېرمنو د ونډې په هکله وایي: "په افغانستان کې کله چې تلوېزیون خپل فعالیت پیل کړ د افغانستان د خلکو لپاره دا یو نوی پیل چې د سړیو تر څنګ ډېری ښځې هم په دې برخه کې په کار بوختې وې."
خو د مېرمن اصغري په وینا د تلوېزیون په پرده کار کول د مېرمنو لپاره یو آسانه پیل نه و، اما داسې باسواده کورنۍ هم وې چې په دې برخه کې یې مېرمنو ته د کار کولو اجازه ورکوله.
هغه زیاتوي چې په تېرو دوو لسیزو کې د رسنیو شمېر او د خلکو پوهاوي په دې برخه کې د دې لامل شو چې ډېری نجونې او مېرمنې په دې برخه کې کار وکړي.
خو دا بهیر د جمهوري نظام له ړنګېدو او د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته یوځل بیا ټکنۍ شو او د تلوېزیون په ګډون رسنۍ له زیاتېدونکي کاري محدودیتونو سره مخ شوې.
په ځینو تلوېزیوني خپرونو او تلوېزیوني ډرامو کې د ښځو څرګندېدو او کار بندیز، د فلمونو او سیریالونو پر خپرېدو محدودیتونه، ښځینه خبریالانو باندې د ماسک تړل جبري کول، په ځيني ولایتو کې د ویډیو او انځوریزو مرکو بندول او په افغانستان کې د نړیوالو تلوېزیونونو د خپرونو په خپرولو بندیز له هغو محدودیتونو څخه دي چې طالبانو د خپلې بیاځلي واکمنۍ د پیل راهېسې پرلهپسې پر رسنیو، په ځانګړې توګه تلوېزیوني رسنیو لګولي دي.
په ورته وخت کې په رسنیو کې مظاهرو او مدني اعتراضونو ته پر پوښښ ورکولو بندیزونه اعلان شول، تر څنګ یې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبرونو د خپرولو او راپور ورکولو او محتوا د تولید په ګډون په رسنیو کې د موسیقۍ پر خپرولو بندیزونه زیاد شول.
د طالبانو د حاکمیت په پیل کې د یوه فرمان په اساس په رسنیو کې د نارینه او ښځو جلا کول او د ښځو او نارینهوو یا نارینه او ښځو تر منځ د مرکو بندیز، د طالبانو له مخالفانو او منتقدینو سره د مرکو بندیز، د طالب چارواکو پر کړنو د نیوکې بندیز د بیان آزادي لپاره بله ننکونه وه.
له دې سربېره، له ممنوعه رسنیو سره پر کار کولو بندیز او په محلي رسنیو کې د ښځو د غږونو پر خپرولو بندیز هغه څه دي چې په دې درېیو کلونو کې د بیان آزادي تر ډېره حده محدوده کړي او د تلوېزیون فعالیت یې کمرنګه کړي ده.
په داسې حال کې چې دغه حکمونه خبريالان او رسنۍ د ځينو کارونو له کولو منع کوي، خو لا هم په افغانستان کې دننه خبریالان له ورته ستونزو سره خپل کار ته دوام ورکوي.
په افغانستان کي د یوه خصوصی تلوېزیون کارکوونکي په دي اړه وایي: "په اوس وخت کې پر مونږ ډېر محدودیتونه وضع شوی، اوس زه نهشم کولي په تفریحي خپرونو کې ګډون وکړم او په خپرونه کې باید ماسک وکاروم چي له دې کار سره زما روحیه او شوق له کار سره کم شوی دی."
په ورته وخت کې عام خلک هم د پخوا په شان د تلوېزیوني پروګرامونو او د پروګرامونو د محتوا نه شکایت کوي او وايي، اوس په افغانستان کې د خلکو شوق او علاقه د تلوېزیون له لیدو سره کمه شوی ده.
مریم صافۍ وایي: "زه اوس د پخوا په شان تلوېزیون نه ګورم، ځکه ټولي خپروني د محتوا له اړخه یو شان دي، د ځوانانو لپاره کومه جالبه خپرونه نهشته، زما په شمول ډېر خلک بهرني تلوېزیونونه تعقیبوي."