ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

امريکا غزه کې د اوربند په اړه د ملګروملتونو د امنيت شورا پرېکړه‌ليک رد کړ

0
د امریکا متحدایالتونو پرون چهارشنبه په غزه کې د اوربند د غوښتنې په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌‌‌لیک ویټو یا رد کړ.


اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، متحدایالتونو ځکه دغه پرېکړه‌‌‌لیک رد کړی دی، چې په وینا یې د برمته شویو اسراییلیانو د سم‌لاسي خلاصون یادونه په‌کې نه‌‌ده شوې.


د ملګروملتونو د امنیت شورا د پنځلس غړو له ډلې یوازې امریکا دا پرېکړه‌‌لیک نه‌‌دی منلی، حال دا چې لویو متحدانو یې، لکه بریتانیا او فرانسې پرېکړه‌‌‌‌لیک ته مثبته رایه ورکړې ده.


حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر اسراییلو غلچکي برید سره شاوخوا دوه نیم سوه اسراییلیان غزې ته برمته کړل.


لسګونه دغه برمته شوي د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال له فلسطیني بندیانو سره تبادله او یوشمېر نور د پوځي عملیاتو پایله کې خوشې شوي، خو له سلو ډېر یې لا هم هلته پاتې دي.