ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د پاکستان شمال لوېدیځ کې د تالاشۍ له یوې امنیتي پوستې سره چاودنه؛ ۱۱ سرتېري وژل شوي

0
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د تالاشۍ له یوې امنیتي پوستې سره په چاودنه کې ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.


د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي د خپل نوم نه افشا کېدو په شرط پرون سې شنبې مشال راډیو ته وویل چې یوه مشکوک ځانمرګي پر چاودېدونکو موادو بار خپل موټر افغانستان پولې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا ایالت په جاني خېلو کې له پوستې سره ټکر کړ چې د چادونې په نتیجه یې ۱۱ سرتېرې ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.


د دغه چارواکي په خبره، دا پېښه تېر ماښام شاوخوا اوه بجې شوې ده.


تراوسه د دغه برید مسوولیت چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی، خو په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان ډله ډېره فعاله ده.