ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

جرمني کې د افغانستان د سفير او د جنرال قونسل استعفاوې؛ جرمني مېشتي افغانان يې اندېښمن کړي

0
په جرمني کې د افغانستان سفیر یما یاري او د دې هېواد په بُن ښار کې د افغانستان جنرال قونسل سید لطف‌الله سادات له خپلو دندو استعفا کړې ده.


وروسته له هغې چې په جرمني کې دوه لوړ پوړو افغان ډیپلوماټانو له خپلو دندو د استعفا اعلان وکړ، په جرمني کې مېشت یوشمېر افغانان وايي، دلته د افغانستان په استازولیو کې ستونزې د دوی په ژوند مستقیم اغېز لري.




دوی وايي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د جرمني په ګډون په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان له سیاسي استازولیو د صادرېدونکو اسنادو بې‌‌‌اعتباره اعلانول دوی له ګڼو ستونزو سره مخامخ کوي.


په جرمني کې مېشت افغان امیر ګران ازادي راډيو ته وویل: "بې له شکه دا به هغه افغانان چې دلته د اسنادو تمدید غواړي یا حقوقي اسناد دي او د سفارت او قونسلګري له لوري صادریږي او اجرات پرې کېږي په‌‌‌‌دې برخه کې به ستونزې لا ډېرې شي."


د دې هېواد په بُن ښار کې بل مېشت افغان کډوال قسیم هلال غوښتنه وکړه چې، په افغانستان کې حاکم حکومت باید د خلکو د ستونزو په کمېدو کې هڅه وکړي، نه دا چې دوی ته ستونزې لا ډېرې کړي.


نوموړی وايي: "باید له نرمښت نه کار واخیستل شي، او په جرمني کې مېشتو افغانانو ته د ستونزو په راکمولو کې هڅې وشي، دا حل لاره نه‌‌‌ده چې قونسلي او سفارتي خدمات بند شي، اوسنی حکومت د دې مسوولیت لري چې د افغانانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او نه یوازې د اسنادو په برخه کې بلکې په ټولو برخو کې د افغانانو په وړاندې د راپورته شویو ستونزو په حل کې مرسته وکړي."




جرمني مېشتي یوشمېر افغانان په‌‌‌داسې حال کې د اسنادو په برخه کې د ستونزو یادونه کوي چې د جرمني په مونشن کې د افغان قونسلګرۍ له لارې جرمني مېشتو افغانانو ته د اسنادو د ورکولو لړۍ روانه ده.


پرون ناوخته په جرمني کې افغان سفیر یما یاري او د دې هېواد په بُن کې افغان جنرال قونسل سید لطف‌‌‌الله سادات په بېلابېلو اعلامیو کې له خپلو دندو د لاس پر سر کېدو اعلان کړی او د دې کار لامل یې د کوربه هېواد غوښتي او سیاسي ننګونې بللي دي.


یما یاري په هغه اعلامیه کې چې د سفارت په فېس‌بوک پاڼه خپره شوې ویلي چې، د افغان کډوالو د کونسلي چارو د دوام لپاره له خپلې دندې لاس پر سر کېږي او د سفارت چارې خپلو همکارانو ته پرېږدي.


ښاغلي یاري ویلي: "په وروستيو مياشتو کې د اروپا او نړۍ په ځينو برخو کې د افغانستان د يوشمېر استازوليو له‌‌‌خوا د کونسلي اسنادو د طی مراحل بهير د کابل د رسمي تعامل د نشتوالي له امله له اساسي ستونزو سره مخ شوی دی."


په همدې حال کې د جرمني په بُن کې افغان جنرال قونسل سید لطف‌‌‌‌الله سادات په یوه اعلامیه کې چې پرون ناوخته یې د یادې قونسلګرۍ پر فېس‌بوک پاڼه خپره کړې له خپلې دندې د استعفا اعلان کړی او ویلي یې دي چې، د کوربه هېواد د ځینو ملحوظاتو او په قونسلي چارو کې د فعالیتونو د ځنډ او یا د هغو د بندېدو د مخنیوي په هدف یې دغه ګام پورته کړی دی.




جرمني او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جولای په وروستیو کې په اکثرو اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان قونسلګریو او سفارتونو له‌خوا د صادر شويو اسنادو د بې‌اعتباره کېدو اعلان وکړ.


دغه وزارت ادعا کړې وه چې، یاد سفارتونه د دوی له حکومت سره همغږي نه‌‌‌لري او په فساد کې ښکېل دي.


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې، په بلغاريا او چک جمهوريت کې د افغانستان له استازولیو صادر شوي اسناد دوی ته د منلو وړ دي.


دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې په بریتانیا او ناروې کې د افغانستان سفارتونو تړل شوي او ودانۍ یې د کوربه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته سپارل شوي دي.


دغه شان تر دې وړاندې په امریکا کې د افغانستان سفارت تړل شوی و.


د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د هیڅ یوه هېواد له لوري په رسمیت نه‌‌‌دی پېژندل شوی، خو د چین او روسیې په ګډون په یوشمېر هېوادونو کې د طالبانو ډیپلوماټان منل شوي دي.