د ايران د بشري حقونو فعال حسين رونقي د څو ساعتونو لپاره توقيف شو
د ایران د بشري حقونو فعال حسین رونقي د تهران په مرکز کې تر یوې احتجاجي غونډې وروسته د څو ساعتونو لپاره توقیف شو.
د دې قضیې په اړه د هغه د کورنۍ غړو پرون، دوشنبه خبر ورکړ.
د رونقي ورور حسن په ټلېګرام کې لیکلي چې حسین رونقي د مازدیګر په ۵ بجو د ولي عصر په څلورلارې کې د یوشمېر وسلهوالو افسرانو لهخوا په زوره نیول شوی او د شپې په ۹ بجو د خپل کور مخې ته خوشې شوی.
رونقي په ټلېګرام کې د خپلې احتجاجي ناستې خبر خپور کړی وو او ویلي یې وو چې دا کار د خبریال او فعال کیانوش سنجري د درنښت لپاره کوي.
کیانوش سنجري د نومبر په دیارلسمه په تهران کې له یوې ودانۍ څخه ځان لاندې واچاوه او ساه یې ورکړه.
سنجري تر دې پېښې مخکې نیول شوی او ترې پوښتنې ګروېږنې شوې وې.