ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو په غزه او لبنان کې د اوربند غوښتنه کړې

0
د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو د غزې په تړانګه او لبنان کې د یوه هر اړخیز اوربند غوښتنه کړې.


د نړۍ دې سترو اقتصادي قدرتونو پرون په برازیل کې د خپلې سرمشریزې په پای کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د هغې طرحې په اساس چې متحدایالتونو وړاندې کړې، د اسراییلي برمته‌و د خوشې کېدو په بدل کې په غزه کې د دایمي اوربند لپاره غږ کړی.


دوی همداراز په لبنان کې یې د داسې یوه اوربند غوښتنه کړې چې په نتیجه کې یې د اسراییلو د سرحد په دواړو غاړو کې خلک په خوندي ډول خپلو مېنو ته ستانه شي.


حزب‌الله چې ایران یې ملاتړ کوي، هم پوځي او هم سیاسي څانګې لري او د لبنان د جنوب سیمې یې په ولکه کې دي.


متحدایالات دا ډله یو تروریستي سازمان بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.