ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان د اقليمي بدلون له جدي افتونو سره مخامخ دی

0
د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغانستان د روان اقتصادي بحران له کبله له ګڼو ستونزو، بې‌کارۍ او د اقلیمي بدلون له جدي افتونو سره مخامخ دی.


دې ټولنې پرون پر خپله وېب‌پاڼه په یوه راپور کې ویلي دي چې، افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ترټولو زیان‌ګالو هېوادونو له ډلې دی.


په راپور کې په ځانګړي ډول یادونه شوې چې د بادغیس ولایت وضعیت ډېر خراب دی.


په بادغیس او د هېواد په نورو ولایتونو کې پراخې ځمکې د اقلیمي بدلونونو په نتیجه کې شاړې شوي او په نتیجه کې یې خلک د بقا لپاره نورو سیمو ته کډه شوي دي.


د ناروې د کډوالو شورا وايي، په‌‌‌داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون بحران په پراخېدو دی، افغانستان د دې ستونزې د حل لپاره لازم چمتووالی نه‌لري.


له‌‌‌‌دې مخکې د یک‌شنبې په ورځ د ماشومانو د خوندیتوب ادارې سېف دِ چیلدرن وویل چې، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې د سختو اقلیمي شرایطو له کبله تر ۳۸ زرو ډېر خلک چې نیمايي یې ماشومان دي، له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او نورو سیمو ته تللي دي.