ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

فوټبال؛ افغانستان نن له تاجکستان سره دوستانه سیالي کوي

0
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن سه شنبه د نومبر په ۱۹مه نېټه له تاجکستان سره دوستانه سیالي کوي.


د فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې پیل شي.


دوه ورځې وړاندې په یو بلې دوستانه سیالۍ کې افغانستان ۲-۰ له نیپال ماتې وخوړه.


د ویلو ده چې دغه سیالۍ د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي عثمان توشف تر روزنې او څارنې لاندې ترسره کېږي.