ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

کرکټ؛ د افغانستان ۱۹کلونو ځوانانو پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماتې ورکړه

0
د افغانستان د کرکټ د نولس‌‌کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن جمعه د پاکستان له نولس‌‌کلنې لوبډلې نه سیالي وکټله.


د افغانستان لوبډلې لومړي توپوهنه وکړه او په ټولو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۰۶ منډې وکړې او د پاکستان لوبډلې لپاره یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.


په پای کې د افغانستان لوبډلې د سلو منډو په توپیر د پاکستان د ټیم ټول لوبغاړي وسوځول او د لوبي کټونکي شول.


د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه ـ دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه خپلو کې پایلوبې ته وځي.


د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به افغانستان د نولس‌‌کلنو ځوانانو لوبډله په اسیا کپ کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیليږي.