ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

هندوستان په شل اوریزو سیالیو کې سویلي افریقا ته ۲۸۳ منډې هدف ورکړ

0
د هندوستان او کوربه سویلي افریقا ترمنځ د څلورو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ سیالي هم پیل شوې ده چې هندۍ لوبډلې لومړۍ پاڼۍ ولوبوله او ۲۸۳ منډې یې وکړې.


په‌‌‌‌‌دې سیالۍ کې یوازې یو هندی توپوهونکی وسوځېد، خو تیلک ورما او سنجو سمسون په روانې لوبلړۍ کې د دویم ځل لپاره سلیزې ووهلې، ورما په ۱۲۰ منډو او سمسون په ۱۰۹ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.


تر دې وړاندې د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې سنجو سمسون ۱۰۷ منډې کړې وې، خو تیلک ورما بیا په درېیمې سیالۍ کې په ۱۰۷ منډو ناسوځېدلی پاتې و.


د دې لوبلړۍ دوه سیالۍ هندوستان او یوه سویلي افریقا ګټلې ده او څرګنده به شي چې په وروستۍ لوبه کې سویلي افریقا کولای شي ورکړل شوی هدف پوره کړي یا نه.