ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

اوکراين د روسيې پر جنوبي سيمو د بې‌پيلوټه الوتکو بريدونه کړي

0
د روسیې د جنوبي سیمې کراسنودار چارواکي وایي، اوکراین نن جمعه د دې سیمې پر مختلفو برخو د بې‌پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه وکړل.


د دې سیمې والي وینیامین کوندراتیف پر ټلېګرام چینل ولیکل چې، د اوکراین په بریدونو کې د کریمسک او کراسنوارمیسک سیمې په نښه شوې وې، چې د هغه په خبره له مالي زیان پرته یې چاته مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې.


د اسټرا په نوم ټلېګرام چینل راپور ورکړ چې، په برید کې د کریمسک هوایي اډه چې د ښار شمالي برخې ته نژدې پرته ده او روسي ځواکونه ورڅخه د اوکراین پر جنوبي برخې د بریدونو لپاره کار اخلي، په نښه شوې ده.


اوکراین تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.


په عین‌حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي، د هوایي مدافعې سیسټم یې نن د کریمیا ټاپووزمې پر سر چې روسیې اشغال کړې، د اوکراین ۵۱ بې‌‌‌پیلوټه الوتکې راغورځولې دي.


دې وزارت همدارنګه ویلي، ۳۶ نورې بې‌‌‌‌‌‌‌پیلوټه الوتکې یې د کراسنودار د سیمې پرسر ویجاړې کړې دي.


د روسیې پر جنوبي سیمو نن د اوکراین د پراخو بریدونو په اړه راپورونه لږ وروسته له هغې خپرېږي چې، روسیې د تور سمندرګي په غاړه د اوکراین پر لوی ښار ادیسه پراخ بریدونه وکړل.


د روسیې د بې‌‌‌‌‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په دغو بریدونو کې د یوې ښځې د وژل کېدو او لږ تر لږه لسو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.