ru24.pro
World News
Ноябрь
2024

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم به سبا شنبه د نیپال له ټیم سره مخامخ شي

0
ټاکل شوې دغه لوبه د افغانستان پر وخت مازیګر ۵:۳۰ بجې د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې پیل شي.


د افغانستان، تاجکستان او نیپال ترمنځ درې اړخیزه سیالۍ د چهارشنبې په ورځ پیل شوې.


افغانستان په دغو لوبو کې خپله دویمه لوبه د راروانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ له تاجکستان سره کوي.


افغان لوبډله له څه باندې پنځه‌‌‌‌‌‌نیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ننوځي.